Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د اورګاډي پېښه د ۲۱ یرغملو او څلور سرتېرو پر وژل کېدا پای ته ورسېده – د پاکستان پوځ

د بلوچستان بېلتون غوښتونکو وسلوالو د سې‌شنبې پر ورځ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ والوځوله او په جعفر ایکسپریس یې وسلوال برید وکړ، چې ۴۴۰ کسان په کې سپاره ول.

خپور شوی

د

pakistan train hijack

د پاکستان پوځ ويلي؛ امنیتي ځواکونو د چارشنبې پر ورځ د بیلتون غوښتونکو وسلوالو لخوا پر ریل‌ګاډي د برید ټول ۳۳ بریدګر وژل شوي او د سلګونه تښتول شویو کسانو په ګډون د یوې ورځې اوږده نښته پای ته ورسېده.

د بلوچستان بېلتون غوښتونکو وسلوالو د سې‌شنبې پر ورځ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ والوځوله او په جعفر ایکسپریس یې وسلوال برید وکړ، چې ۴۴۰ کسان په کې سپاره ول.

پوځ ویلي، چې د دې نښتې پر مهال ۲۱ یرغمل شوي کسان او څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پوځ ویاند احمد شریف چودري څرګنده کړې؛ “نن مونږ د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر خلک آزاد کړل… وروستی عملیات په پوره پاملرنه ترسره شول.”

د پوځ له اعلان مخکې؛ د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ، چې د برید مسوولیت یې پر غاړه اخیستی ویلي؛ د چارشنبې پر ماښام ۵۰ یرغمل مسافر وژل شوي دي.

بېلتون غوښتونکو د سې‌شنبې پر ورځ ویلي وه: ۲۱۴ کسان، چې ډېر یې امنیتي کسان دي؛ ساتلي.

دغه راز یې ګواښ کړی، چې که چارواکي د بلوڅ سیاسي بندیانو، فعالانو او ورک شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د دوی د ۴۸ ساعتونو ضرب الاجل په پام کې ونه نیسي؛ نو د یرغمل شویو کسانو اعدام به پیل کړي.

بي ال ای BLA د هغو څو قومي وسلوالو ډلو څخه یوه لویه ډله ده، چې په بلوڅستان کې له حکومت سره جګړه کوي، چې له افغانستان او ایران سره پوله لري.

وسلوالو په دې وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه زیات کړي؛ د درندو تلفاتو او ټپي کېدو او د پاکستاني پوځ د پر نښه کولو لپاره یې نوي تاکتیکونه کارولي دي.

د بلوڅ وسلوالو د څرګندونو له مخې؛ دوی د سیمې د کانونو او معدني شتمنیو د لویې ونډې لپاره مبارزه کوي، چې مرکزي حکومت یې ردوي.

د چارشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر طلال چودري جیو ټلویزیون ته ویلي؛ وسلوالو، چې د یرغمل شویو مسافرو په منځ کې د ناستې پر مهال ځانمرګي واسکټونه اغوستي وه او د ژغورنې هڅې یې پیچلې کړې وې.

هغه ويلي، چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بريدګرو د ریلګاډی مسافر تښتولي وه.

چودري ويلي، پوځ سلګونه سرتېري، هوايي ځواک او ځانګړي ځواکونه يې هم له اورپکو سره د مقابلې لپاره واستول.

هغه ويلي: د عملياتو په وروستي پړاو کې ځانګړو ځواکونو لومړی ځانمرګي بريد کوونکي ووژل او وروسته له هغې سرتېري له ګاډي څخه بل ګاډي ته لاړل او پاتې وسلوال يې ووژل.

هغه د عملیاتو په دې پړاو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو شمېر یاد نکړ او دا روښانه نده، چې مسافر به څنګه او چیرته لیږدول کیږي.

چارواکو له دې مخکې په یوه پوځي خبرپاڼه کې ویلي وه، چې د ریل‌ګاډي چلوونکی او څو نور کسان وژل شوي دي.

حکومتي چارواکو له پوځي خبرپاڼې مخکې، چې ویلي وه، چې ۱۹۰ کسان ژغورل شوي او له ۵۰ څخه ډېر یې له خپلو عزیزانو سره د یوځای کیدو لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې وسلوال کسان د سرتېرو او امنیتي پرسونل په لټه کې ول.

۷۵ کلن محمد اشرف، چې په ریل‌ګاډي کې سفر کاوه ویلي؛ هغه په ​​غرنۍ سیمه کې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد، چې ټول ډبې یې ولړزولې.

هغه ویلي: کله، چې درندې ډزې پیل شوې؛ مونږ پر ځمکه پروت وکړ. “لږ وروسته وسلوال سړي ریل‌ګاډي ته ننوتل او زمونږ د هویت ارزونه یې پیل کړه.”.

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

Published

on

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”

د خان کورنۍ پرله‌پسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونه‌رسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.

۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشه‌خانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.

د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو له‌خوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.

قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په ​​پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ​​ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”

د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.

قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!