تازه خبرونه

د اوبو پرلپسې غوښتنې او په رسنیو کې د ایران نامناسبې څرګندونې زیانمنې دي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: )

اسلامي امارت د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د ایران د ولسمشر رییسي وروستي خبرداري ته په غبرګون کې ویلي؛ ایراني چارواکي باید لومړی د هلمند د اوبو په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې له مناسبو الفاظو سره خپله غوښتنه وړاندې کړي.

اسلامي امارت د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د دې هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستي خبرداري په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه.  د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: اسلامي امارت د هلمند د اوبو تړون ته، چې نیمه پېړۍ مخکې لاسلیک شوی، ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نشته.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ايران لخوا د اوبو په اړه تکراري غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنې دي.

د ایران ولسمشر سیستان او بلوچستان ولایت ته په خپل سفر کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان دې ژر تر ژره ایران ته اوبه ورخوشې کړي.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې نامناسبې بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هلمند د اوبو د وېش په اړه نیمه پېړۍ وړاندې شوي تړون ته ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې په داسې يوه حالت کې د ايران لخوا د اوبو په اړه پرلپسې غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنوونکې دي،

د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون، چې نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوی؛ تر اوسه پخپل ځای دی. اسلامي امارت ژمن دی، چې پر شویو تعهداتو عمل وکړي. دا، چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان او سیمې سخته وچکالي تېره کړې؛ د اوبو سطحه ټيټه شوې ده. د هلمند د رود په ګډون زمونږ ګڼ ولایتونه او سیمې له سختې وچکالۍ کړیږي او کافي اوبه نشه. په داسې یوه حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبې څرګندونې پر زیان بولو. ایراني چارواکي دې د هلمند د اوبو په اړه لومړی خپل معلومات له قانوني لارو بشپړ کړي؛ وروسته دې بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، له دې پرته دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابولی شي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې دا هم راغلي: اسلامي امارت هڅه کوي، چې ژمنه شوې اوبه ایران ته ورسوي؛ خو په‌دې شرط، چې په افغانستان کې د اوبو ذخیرې داسې کچې ته ورسيږي، چې په خوشې کولو سره سل کیلومتره واټن ووهي او ایران ته ورسيږي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په کمال خان بند کې اوبه لږ دي او که د کجکي بند اوبه هم خوشي کړ شي؛ ایران ته نه‌رسيږي… ایران باید ځان پر واقیعتونو پوه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د اعلامیې په اړه غبرګون ویلي او څرګندوي، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کمښت خبره سیاسي بیان نه، بلکې تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري.

نوموړي تویت کړی، چې په دې وروستيو مياشتو کې يې څوـ څو ځله د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر اميرخان متقي څخه غوښتي، چې د شوې هوکړې له مخې باید تخنيکي پلاوي ته د ليدنې او د اوبو د اندازه کولو اجازه ورکړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي: په دې وروستیو میاشتو کې مې په مکرر ډول د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیرخان متقي څخه وغوښتل؛ د هلمند د هوکړې له مخې خپل مکلفیتونه سرته ورسوي او تخنیکي پلاوي ته د دې امکان برابر کړي، چې د اوبو د سطحې د معلومولو او اندازه کولو لپاره ورشي، خو دوی دا کار ونه‌کړ. سیستان له وچکالۍ سره مخ دی د اوبو کمښت تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري؛ نه سیاسي بیانونو ته.

په همدې حال کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران سیستان او بلوچستان صوبې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل اړین دی او نړۍ باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي. یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان د سیمې د سولې په ګټه دی.

د یادونې ده، چې نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر سره هم وکتل.

Trending

Exit mobile version