تازه خبرونه
د انډونیزیا په زلزله کې درې کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان دي

(Last Updated On: )
په انډونیزیا کې سهار ( د مرغومي ۲۶) د رښتر ۶ اعشاریه ۲ درجې زورورې زلزلې لږ ترلږه درې کسان مړه کړي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د دغې زلزلې مرکز د انډونیزیا د سولاویسي ټاپو له مرکزه ۳۶ کیلومټره لرې د ماموجو د اړوند سیمې په لس کیلو متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
دې زلزلې یو څو نور ټکانونه هم لرل. د ځایي رسنیو د راپور له مخې د ماموجو په ښار کې لږ تر لږه ۶۲ کورونه او یو روغتیایي مرکز ویجاړ شوی.
د راپورونو له مخې، زلزلې د ځمکې ښویېدو درې پېښې هم رامنځته کړې دي.
د اندونیزیا ځینې برخې په دوامداره توګه د زلزلو سره مخ کیږي. دا؛ ځکه، چې دا هېواد د غلي اوقیانوس په اورنۍ کړۍ کې پروت دی، چې د اورغورزېدنې او زلزلو له پرلپسې پېښو شونتیا لري.