سیمه ییز خبرونه
د انقرې پر هوايي چلند او فضايي صنایعو د برید له کبله ۲۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د چارشنبې پر ورځ (د لړم دوهیمه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو( توساش ) پر ودانۍ وسلوال برید د ۵ کسانو پر وژلو او د ۲۲ نورو پر ټپي کېدو پای ته رسېدلی دی.
د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
ترکي رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، درې بریدګرو یو ټکسي چلوونکی وژلی؛ موټر یې غلا او په انقره کې یې د ترکیې د پوځي صنعت ستراتیژیک شرکت ته ورغلل.
یوه بریدګر د ترکیې د هوايي چلند او دفاعي صنایعو د شرکت په دروازه کې ځانمرګی برید ترسره کړ او نورو بریدګرو ته یې ودانۍ ته د ننوتو فرصت برابر کړ او د شرکت په ودانۍ کې دننه جګړه پیل شوه.
خپاره شوي انځورونه لږ تر لږه درې وسلوال بریدګر ښیي، چې یوه یې ښځه وه له چاودنې مخکې د شرکت په دروازه کې ډزې کوي.
توساش شرکت د ډرون، پوځي او ملکي الوتکو او نورو دفاعي محصولاتو د ډیزاین او جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی ندی.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د بريكس د سرمشريزې په څنډه كې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د ليدنې پر مهال له دې برید په اړه معلومات وركړ شول او دا يې په کلکه وغانده.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د اردوغان او پوتین تر منځ د لیدنې له پای ته رسېدو څو دقیقې وروسته د ناټو عمومي منشي مارک روټ د ترکیې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سره له دې، چې تر اوسه د چاودنې او ډزو لامل معلوم ندی؛ خو ځینو رسنیو لیکلي، چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د هوايي صنايعو پر شرکت "توساش" د یو شمېر وسلوالو پر برید ، مرگ او ژوبله خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د خواشینۍ امراتب وړاندي کوي او هیله څرگندوي، چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نشي. ویل کیږي، چې په دې وسلوال برید کې ، چې تېره ورځ رامنځته شوي ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
سیمه ییز خبرونه
په امریکا کې د ترکیې د ولسمشر سیاسي مخالف فتحالله ګولن مړ شو
ترکي چارواکو فتحالله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف سیاستوال فتحالله ګولن د ۸۳ کلونو پر عمر د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.
ترکي رسنیو ډاګیزه کړې، چې فتحالله ګولن تېر ماښام ( یکشنبه د تلې نههویشتمه) د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې مړ شوی دی.
هغه له ۱۹۹۹ ز. کال راپدېخوا د امریکا په پنسلوانیا کې استوګن و او د منځنۍ آسیا او ختیځې اروپا په هېوادونو کې یې د جاسوسۍ لویه شبکه اداره کوله.
ترکي چارواکو فتحالله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.
ګولن په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه ویلي وه، چې که د ۲۰۱۶ ز. کال په کودتا کې د هغه د رول په اړه "بې طرفه، خپلواکه او نړیواله" څېړنه وشي، هغه به ترکیې ته ستون او محاکمې ته حاضر شي.
ترکي چارواکو له دغې ناکامې کودتا وروسته لسګونه زره کسان ونیول، چې په نیول شویو کسانو کې قاضیان، جنرالان او د پولیسو او اردو غړي هم ول.
له ګولن سره د تړاو پر تور څه د ډاکټرانو، د پوهنتون د کارکوونکیو او استادانو په ګډون څه باندې سل زره دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه او یا وشړل شول.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آی ای) تر څارنې لاندې و او د ترکیې د حکومت لخوا د هغه د سپارلو او محاکمې په اړه له څو ځلو غوښتنو سره - سره واشنګټن هېڅکله د هغه له راستنېدو ته زړه ښه نکړ.
د ګولن خدمت غورځنګ بنسټ د ترکي همدې ديني عالم ایښی؛ په زرګونه ملاتړي، پلویان او له زر ډېر ښوونيز مرکزونه لري، چې له محصلينو سره پوهنتونونو ته د داخلېدو په برخه کې مرسته کوي.
سیمه ییز خبرونه
د حماس د مشر وژنه به د مقاومت محور ونهدروي ـ د ایران مذهبې رهبر
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
د ایران مذهبي رهبر ایت الله علي خامنهاي د شنبې پر ورځ ویلي، چې د حماس د مشر یحیی سنوار پر وژنه به د مقاومت محور ونه دریږي او حماس به ژوندی وي.
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس د برید بنستوال و، چې ورسره سمه د غزې جګړه هم پیل شوه.
د چارشنبې پر ورځ له اسرائیلي ځواکونو سره په ډزو کې له یوه کال اوږده جګړې وروسته ووژل شو او د پنجشنبې پر ورځ یې د وژل کېدا اعلان راپور خپور شو.
خامنهای د نوموړي په اړه ویلي: هغه د مقاومت او مبارزې ځلانده څېره وه. پر کلک هوډ د ظالم او نیواکګر دښمن پر وړاندې ودرېد؛ پر زړورتیا او هوښيارۍ يې د اوکټوبر د اوومې نېټې هغه نه جبرانېدونکې ګوزار وکړ، چې د دې سيمې په تاريخ کې ثبت شوی دی. بیا یې ارواح پر عزت او غرور د شهیدانو هسک ته پورته شوه.
دغه د "مقاومت محور" چې د ایران په ملاتړ له کلونو هڅو وروسته جوړ شوی؛ حماس، د لبنان حزب الله ، د یمن حوثي غورځنګ او په عراق او سوریه کې بېلابېل شیعه ډلې رانغاړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا ډلې ځانونه په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او د امریکا د نفوذ پر وړاندې د مقاومت سرلاري بولي.
خامنهاي ویلي، د تل په شان مونږ به د خدای پر فضل او مرسته د مخلصو میړنیو او جنګیالیو تر څنګ پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د اسرائيلي پوځ لخوا د حماس د سياسي مشر یحیی سنوار د وژلو په غبرګون کې نوموړی يو اتل بللی او څرګندوي، چې پر وړاندې به یې جهاد پر زيات قوت روان وي.
سیمه ییز خبرونه
په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د نیولو امر وشو
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړی، چې د تېر کال په پیل کې د تاوتریخجنو لاریونونو د ډلهییزو وژنو له کبله تورنه پېژندل شوې ده.
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
شیخ حسینه له دې تاوتریخوالي وروسته هند ته وتښتېده.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غزني کې د زردالو د اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځني لوبلړ نوملړ په ډاګه شو
-
لوبی3 days ago
عثمان توشیف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون تصویب شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د بریکس ناسته د اسلامي امارت له شتون پرته ترسره کیږي
-
لوبی3 days ago
تاجکستان د افغانستان له والیبال ملي لوبډلې لوبه وګټله
-
تازه خبرونه5 days ago
د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ