Connect with us

تازه خبرونه

د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملیشې جوړول به کورنۍ جګړه رامنځته کړي ـ جنرال میلر

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر د سې شنبې پر ورځ د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیزې ارزونې وړاندې کړې او خبرداری یې ورکړ، چې له ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې لپاره ګومارل شوې ملیشې کېدی شي دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي.

له یوې خوا په هېواد کې جګړې پراخې شوي، چې طالبانو د هېواد ځینې سیمې او ولسوالۍ نیولې او له بلې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. خلک اندېښمن دي، چې طالبان ممکن د  بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د تاوتریخوالي له لارې واک او ځواک ته د رسېدو هڅې وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې طالبان باید د جګړې له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه ونکړي.

میلر په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، که طالبان پر ولسوالیو بریدونه ونه دروي؛ امریکا به له افغان ځواکونو پوځي ملاتړ روان وساتي.  

نوموړی خبرداری ورکوي؛ که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، دوی به د دوحه د هوکړې له مخې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او د طالبانو پر وړاندې به هوايي بریدونه روان وساتي.

میلر ویلي: ما طالبانو ته د بریدونو د درولو وړاندیز کړی و، چې بریدونه مو صفر ته راکم شي.زه اوس هم واک لرم، چې له افغان او خپلو ځواکونو ملاتړ او دفاع وکړم.

 که څه هم جګړې زور اخیستی؛ خو سکاټ میلر ویلي، چې زه د دوی پر اندېښنو پوهیږم؛ دوی ښیي، چې  امنیتي حالت به د هېواد په ګوټ ګوټ کې څه ډول  شي. د طالبانو موخه د واک تر لاسه کول دي. بهرني ځواکونه باید له ځان او دې افغان ځواکونو ساتنه وکړي.

نوموړي ویلي؛ هغه څه، چې مونږ یې تر سره کولی شو؛ نورو ته د غوراویو وړاندې کول دي. که سپارښتنې بدلې شي، نو مونږ هم د انعطاف وړتیاوې لرو.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان ډیویؤ پټریوس له ټولو ډېر اندېښمن دی، هغه یو ځل بیا وایي؛ وېره شته، چې د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته د کورنۍ جګړې د پېلېدو په اړه اټکل شوې سناریو پېښه او د ډېرو ولسوالیو له سقوط سره یې شونتیا نوره هم پیاوړې شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قومندان زیاته کړې؛ د امنیتي حالت د ښه والي او ټیکاو لپاره باید ائتلافي ځواکونه، امریکا او افغان دولت ګډ کار وکړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی لوی قومندان ډیویډ پټریوس وایي: زه له دې وېره لرم، چې مونږ افغانستان د یوې کورنۍ جګړې پر لور بونځوو او داسې ښکاري، چې شرایطو ته په کتو ممکن دا سناریو لکه، چې مخکې یې فکر کېده، را منځته شي.

د طالبانو د مرکچي ډلې غړي شهاب الدین دلاور یو ځل بیا طالبان جګړې ته را بولي او د افغانستان جګړه په خپل باور سپیڅلی جهاد بولي او وایي؛ د اسلام په تاریخ کې له صحابه وو او تابعینو له جهاد وروسته اوسني جهاد ته ورته بل جهاد نشته او دا جهاد هغه چاته پاتې دی، چې نن یې پګړۍ تړلې.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له طالبانو او وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې لپاره افغان ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو د ورسپارلو ژمنه کړې او تر څنګ یې په افغانستان کې د پوځي قرادادیانو او یوشمېر پوځیانو پر شتون ټینګار هم کړی دی.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!