تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر د امریکا د محافظه کارانو یوې سترې غونډې  ته د وینا پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

(Last Updated On: )

ډونالډ ټرمپ ویلي: کله، چې د اسلامي امارت ځواکونه د امریکایي پوځي تجهیزاتو له پوځي نندارې سره ګوري؛ نو غصه ورځي.

د امریکا ولسمشر د امریکا د محافظه کارانو یوې سترې غونډې  ته د وینا پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي: ” مونږ ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل، چې زمونږ د پوځ یوه کوچنۍ برخه وه. اوس د طالبانو په لاس کې ده. تاسې پوهیږئ، چې دوی هر کال یوه پوځي ننداره ( پريډ ) ترسره کوي او دا وسلې په کې ښودل کیږي. لکه دا، چې د دوی رسمي پوځي ننداره وي. زه، چې دا ګورم ما ډېر غصه کوي. هو! ډېرغصه کیږم”.

ټرمپ افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو په اړه ویلي، چې امریکا پخپله مرستې ته اړتیا لري او که دا مرسته افغانستان ته ځي؛ نو اسلامي امارت باید د امریکا پاتې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي.

 ډونالډ ټرامپ  زیاته کړې: ” تاسې پوهیږئ، مونږ افغانستان ته دوه یا دوه نیم میلیارډ ډالر مرسته ورکوو؛ خو مونږ پخپله مرستې ته اړتیا لرو. زه غواړم بېرته شاته لاړ شم او د دې ارزونه وکړم. دا سمه ده، چې مونږ هغوی ته پیسې ورکوو؛ خو زه غواړم، چې هغوی زمونږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي. په حقیقت کې دوی دا تجهیزات پر مونږ پلوري.”

کارپوهانو د ټرمپ څرګندونې سیاسي پلمې بللي دي او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا ولسمشر د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د فشار او ګواښونو پالیسي تعقیبوي.

اسلامي امارت ویلي، چې پاتې شوي تجهیزات یوازې جنګي غنیمت دي او هیچاته به یې بېئرته ورنکړي.

Trending

Exit mobile version