نړۍ

د امریکا هوايي ځواک په الاسکا کې یو ناپېژانده هوایي شی رانسکوره کړی – سپینه ماڼۍ

Published

on

(Last Updated On: )

د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږه کوونکي جان کربي رسنیو ته څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ د هوایي ځواک ایف – ۲۲ جنګي الوتکې د الاسکا ایالت په فضا کې یو ناڅرګنده شی رانسکوره کړی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ دې شی د یوه کوچني‌ موټر کچه لرله او د ویشتلو سپارښتنه یې د دې هېواد ولسمشر جو بایدن ورکړی ده.

د جان کربي د څرګندونو له مخې؛  دا شی په ۱۳ کیلومتره لوړوالي کې و او مسافر وړونکیو الوتکو ته یې بشپړ ګواښ رامنځته کړی و.

هغه دغه راز ویلي، چې د دې شي د الوتنې پیل، پای او هېواد معلوم ندی.

د امریکا هوايي ځواکونو تېره شنبه د دغه هېواد د ختیځ ساحل پر فضا د چین یو ستر بالون ویشتلی او رانسکوره کړی و.

امریکا دا بالون څارګر نومولی و؛ خو بېجېنګ یې د هوا حالاتو معلومات را ټولوونکی بولي.

د جان کربي د څرګندونو له مخې، د پنجشنبې پر ماښام د امریکا په فضا کې د دغه ناڅرګند شي پر شتوالي خبر شول.

پنټاګون د جمعې پر ورځ د دغه شي په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ امریکایي پیلوتانو، چې د هغې د لیدو لپاره یې الوتنه پورته کړه ورته په ډاګه شوه، چې سپرلې نلري.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ امریکا له خپل هوايي حریم ساتنه کوي. ولسمشر بایدن د ملي امنیت خوندي کول د خپلې دندې لومړیتوب بولي.

ویل کیږي، چې تر دې دمه کوم هېواد په فضا کې د دغه موټر ډوله شي په اړه څه ندي ویلي؛ خوامریکایي چارواکو یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د دې رانسکوره شوي شي پاتې شوني هم امریکا ته پر لاس ورغلي دي.

Trending

Exit mobile version