تازه خبرونه
د امریکا د کولوراډو ایالت په یوه پلورنځي ۱۰ کسان وژل شوي

(Last Updated On: )
د امریکا د کولوراډو ایالت سیمه ییزو سرچینو پرون ماښام (دوشنبه د وري ۲) ان بي سي ته په ډاګه کړې، چې ډزې د بولډر ښار په یوه پلورنځي کې رامنځته شوي او د یو پولیس په ګډون ترې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د بولډر ښار د پولیسو مشر ماریس هرولډ په یوه خبري کنفرانس کې منلې، چې د پولیسو د یوه افسر په ګډون لس تنه په ډزو کې وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا افسر یو له لومړنیو کسانو څخه و، چې د ډزو پر مهال حاضر و.
پولیسو ویلي، برید کوونکی نیول شوی؛ خو د برید انګيزه روښانه شوې نده.
د دغه پلورنځي کارکوونکیو ویلي، چې بریدګر په پلورنځي کې دننه و.