نړۍ

د امریکا د مین ایالت په لویستون ښار کې  پر ډزو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: )

د راپورونو له مخې؛ سلګونه پولیسو د امریکا د مین ایالت په شاوخوا سیمو کې د هغه سړي لټون پیل کړی، چې د چارشنبې پر ورځ یې د یوه بار او بالینګ سالون پر خلکو ډزې کړي؛ لږ تر لږه ۲۲ کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزوچارواکو ويلي، چې مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېر له وړاندې کولو يې ډډه کړې ده.

رویترز د سي ان ان د راپور له مخې د امنیتي مقاماتو پر حواله لیکلي، چې په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ژوبل شوي دي.

ایالتي او سیمه ییزو پولیسو د چارشنبې پر ورځ ۴۰ کلن رابرت کارت له هغې وروسته وپېژانده، چې په فیسبوک کې یې د ډزو په حال کې انځورونه خپاره شول.

د مین د عامه امنیت کمیشنر مایک ساسچاک یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ سلګونه پولیس افسران لرو، چې د مین په اړوند سیمه کې یې هڅې روانې دي،  پېښه څېړي او رابرت کارت به ومومي.

ډېرو رسنیو راپور ورکړی، چې د مین قانون پلي کوونکیو رابرت کارت د وسلو روزل شوی روزونکی او د امریکا د اردو د احتیاطي غړي په توګه پېژندلی، چې د وروستي راپور له مخې هغه د رواني روغتیا په ګډون د اورېدو ستونزه هم لري. دا هم ویل شوي، چې هغه د ملي ګارد اډې ته هم د ډزو ګواښ کړی و.

په واشنګټن کې یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې ولسمشر جو بایدن ته معلومات ورکړ شوي او تازه معلومات به هم ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر په انفرادي ډول د مین د والي جنت میلز په ګډون د اړوند سیمې له چارواکو سره د پېښې په اړه خبرې کړي، چې په پایله کې یې د بشپړ فدرالي ملاتړ وړاندیزونه شوي دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ که د وژل شویو شمېر ۲۲ کسان تائید شي، دا به په امریکا کې لږ تر لږه د ۲۰۱۹ کال له اګست راپاپدیخوا ترټولو خونړۍ پېښه وي، چې یو وسله‌وال پر AK-47 ټوپک سره د ایل پاسو والمارت پر پلورنځي ډزې وکړې او ۲۳ کسان یې ووژل.

تر دې دمه د دغې پېښې انګیزه معلومه نه‌ده او نه هم د وژل شویو کسانو هویت ښودل شوی دی.

Trending

Exit mobile version