تازه خبرونه

د امریکا د استازو جرګې د نوې لایحې له مخې اسلامي امارت نړیوالو مرستو ته لاسرسی نشي موندلی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر وايي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال باید افغانستان ته مالي مرستې ودرول شي.

Published

on

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د چارشنبې پر ورځ د هغه لایحې په حق کې رایه ورکړه، چې له مخې یې اسلامي امارت نړیوالو مرستو ته لاسرسی نشي موندلی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر وايي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال باید افغانستان ته مالي مرستې ودرول شي.

که دا لایحه لاسلیک شي؛ نو له افغانستان سره به خپلې بهرنۍ مرستې ودروي او یا به  داسې تنظیم شي، چې هیڅ برخه یې اسلامي امارت ته ونه رسیږي.

د امریکا د پارلمان  د بهرنیو اړیکو د تنظیم کمیـټي رییس  برایان مسټ وایي: “دا لایحه د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کوي؛ یوه سټراټیژي جوړه او پلي کړي، چې بهرني هېوادونه او غیر دولتي سازمانونه له طالبانو سره د مالي او مادي ملاتړ څخه مخنیوی وکړي. دا مسله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده. مونږ هلته سفارت نلرو. مونږ له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نلرو. مونږ نه غواړو، چې د امریکایانو د مالیاتو یوه سلنه هم طالبانو ته لاړه شي؛ په هره بڼه یا لاره، چې وي. “

د امریکا د استازو جرګې بل غړی ټیم برچټ، چې دا لایحه یې جرګې ته وړاندې کړه؛ وویل، چې د اسلامي امارت چارواکو له افغانستان سره د امریکا له مرستو څخه لږ تر لږه ۱۰ میلیون ډالر د مالیې او نورو بڼو ترلاسه کړي دي. که دا لایحه تصویب شي؛ نو امریکا به د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د نغدي مرستو لیږلو مخه ونیسي.

د دې قانون تصویب او لاسلیک کول اوږده لاره په مخ کې لري.

دا لایحه د بهرنیو اړیکو کمیټې لخوا تصویب شوې او ټاکل شوې، چې د رایې ورکولو لپاره د استازو جرګې ته واستول شي، چې دا به له تصویب وروسته سنا ته لاړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اقتصاد وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستې په هېواد کې د بشري بحران د حل لپاره ارزښتناکه دي؛ خو اقتصادي سوکالي او پرمختګ په هېواد کې لویو پرا ختیایي او بېخبنایي پروګرامونو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version