تازه خبرونه

د امریکا او طالبانو تړون د سولې په راوستو کې مرسته نده کړې ـ امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې په هېواد کې د وینو تویولو په پای ته رسولو کې مرسته نده کړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې؛ د امريکایانو او طالبانو تر منځ، چې د دوحې تړون کېده له افغان حکومت سره اړینې مشورې و نه شوې؛ ځکه، خو دغه تړون، نه د سولې په برخه کې اغېزناک و، نه یې وينې ودرولې، نه يې جنګ ختم کړ او نه د افغانانو بدې ورځې پای ته ورسېدې.

رحمت الله انډر ټینګار وکړ، چې دغه تړون د افغانستان د سولې پر بهیر هم هیڅ اغېز نلري.

هغه ویلي، چې د افغانستان ساتنه زمونږ مسوولیت دی او مونږ سولې، جګړې او هرې بلې مسلې ته له همدې نظره ګورو.

Trending

Exit mobile version