تازه خبرونه
د امریکایي ځواکونو شمېر د کانګرس له مخالفت سره – سره په افغانستان کې کمیږي

د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې؛ له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو بهیر ندی درېدلی او ټاکل شوې، چې تر درې نورو ورځو د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له مخې، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له څلور نیم زره څخه دوه نیم زرو ته را کم شي.
د امریکا د کانګرس ځینې غړي د ځواکونو د ویستو بهیر د کانګرس له قانون سرغړونه بولي.
له طالبانو سره د امریکا هوکړه سبب شوه، چې امریکایي سرتېري په څو ولایتونو کې لس سترې او وړې اډې بندې کړي او دغه راز د سرتېرو شمېر به یې له دولس زره څخه دوه نیم زرو ته را کښته شي.
د امریکا د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: تر اوسه یې رسمي سپارښتنه، چې د جنورۍ تر ۱۵ خپل سرتېري دوه نیم زرو ته ورسوي؛ د دې بهیر د ودرېدو لپاره ندی تر لاسه کړی.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن هم داسې ښکاري، چې د ټرمپ پالیسي تعقبیوي.
په کابل کې اندېښنه دا ده، چې د دولتي ځواکونو د ستر مالي او تجهیزاتي ملاتړ په له لاسه ورکولو سره به افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندني پناه ځای واوړي.
ډېري په دې باور دي، چې د افغانستان اوسنی جګړه د هېوادونو د ګټو د ټکر او تضاد پایله ده او د امریکایي ځواکونو له وتو سره سم ښایي دا تضادونه ډېر شي.
د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي؛ داعش جنګیالي په افغانستان کې هڅې لري او د هند استخبارات یې ملاتړ کوي. په دې اړه ډېر سندونه شته؛ مونږ له افغان دولت سره په اړیکه کې یو. مونږ تل دا مسئله له هغوی سره شریکه کړې ده.
په افغانستان کې د امریکا حضور د طالبانو پر سنګرونو له برید سره پیل شو؛ خو د امریکایي ځواکونو د وتو بهیر له طالبانو سره د هوکړې له مخې تر سره کیږي.