Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د امريكا په مشرتابه د نړيوالو پوځي شتون لس كلن شو

خپور شوی

د

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو او نړيوالې ټولنې حضور، چې له ترهگرې سره د مبارزې او د ډيمواكراسۍ د رامنځته كولو په موخه رامنځته شوى؛ لس كلن شو. سياسي كارپوه  اكرام الدين انديشمند وايي، چې: د افغان او بهرنيوځواكونو تر منځ د همغږي نه شتون ، د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا او د هېواد په چاروكې د يو شمېر بهرينو او په ځانگړي توگه د گاوڼد هېوادونو لاسوهنه د افغانستان د ښه پرمختگ ډېر فرصتونه اخيستې دي. سياسي كار پوه انديشمند زياتوي ، چې: په داسې حال كې، چې  نړيوالې ټولې له افغانستان سره ډېرې مرستې وكړې؛ خو بيا هم افغانستان ونه توانيد، چې له دغو فرصتونو سمه گټه پورته كړي. افغان ولسمشرحامد كرزى وايي، چې: د وسله والو طالبانو د رژيم له شاتگه لس كاله وروسته هم دولت او نړيوال ځواكونه په هېواد كې د امنيت پر ټينگيدو بريالي شوي نه دي. پرامريكا د سپټمبرد يوولسمې نېټې پېښه، چې پړه يې د اسامه بن لادن په مشرى  پرالقاعده شبكې ورواچول شوه؛ پرافغانستان د پوځي بريد لومړنۍ بهانه گڼل كيږي. امريكا او پلويانو يې د سپټمبر د يوولسمې له بريد څخه شاوخوا يوه مياشت وروسته( د اكتوبر په ۷) د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې په اساس په افغانستان كې د طالبانو پر رژيم پوځي بريد وكړ، چې د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په پوځي او مالي ملاتړ د يوې مياشتې په بهير كې يو نوي نظام په كار پيل وكړ . د اكرام الدين انديشمند په باور: امريكا او نړيوالې ټولنې ته د نا سمو معلوماتو وركولو پر لامل امريكا او نړيواله ټولنه خپلو اصلي موخو ته په رسيدو كې پاته راغله. سياسي كارپوه جاويد كوهستانى د هغه څه په اړه خوشبين نه دى، چې په تېرو لس كالونو كې د لاسته رواړنو په نوم ياديږي. نوموړى وايي، چې: لاسته راونې بايد د لس كلونو راپديخوا حساب نه شي، بلكې افغانستان د يو تمدن، پوځي نظام،  ستندردو اقتصادي او پوهنيز و بېخباوو درلودونكى هېواد و،  خو د امريكا په راتلو او د نړيوالې ټولنې او امريكا د ناسمو پرېكړو  پر لامل امنيتي گواښونو وده وكړه. جاويد په افغانستان كې نړيواله ټولنه د اقتصادي، فرهنگي او ټولنيزې ودې په اړه  ناكامه بولي او په هېواد كې د فقر، بېكارى، په نشه يې توكو د خلكو روږدي كيدل، د  اختلاس  او رشوت دوديدل ، د نشه يې توكو قاچاق او د توليد لامل د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا بولي. اسوشيټيډ پرس ليكي، چې: په افغانستان كې جگړه ميلياردونه ډالر لگښت لري، چې په كې زرگونه امريكايي سرتېري ټپيان كيږي او شاوخوا ۱۷۰۰ امريكايي سرتيري وژل شوي دي .
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا خبرداری بې بنسټه دی – پاکستان

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو ” نوی رامنځته کېدونکې ګواښ” دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هغه ادعاوې بې بنسټه او له "عقلانیت وتلې" وبللې، چې ګواکې د دوی د توغندیو پروګرام امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو " نوی رامنځته کېدونکې ګواښ" دی.

د جان فینر څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې واشنګټن د بالسټیک توغندیو د پروګرام په تړاو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ. دغه راز هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر خرابېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جان فینر څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د ادعا شوي ګواښ تصور " خواشینوونکی" دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: "دا تورونه بې بنسټه، له عقلانیت او تاریخ څخه بې برخې دي."

دغه وزارت وايي، ستراتیژیکې وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه‌‌ییز ثبات د ساتلو لپاره دي او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

دې راپور له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ اوږد تاریخ هم پر ګوته کړ؛ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ په ضد هڅو کې او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په ګډون د هراړخیزو هڅو د رغنده ښکئلتیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له ټیټو او ژورو سره مخ شوي دي. دغه هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد جګړه کې همکاري وکړه.

د جنوبي آسیا په دې هېواد کې د پاکستان د پوځ لخوا د کودتاه، په افغانستان کې د طالبانو د ۱۹۹۶ -۲۰۰۱ کلونو د واکمنۍ د ملاتړ او د اټومي وسلو د پروګرام له کبله اړیکې خړې پړې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

Published

on

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې‌ شنبه د لیندۍ اووه‌ویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.

د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

مونږ د سوریې له لارې خپله تدارکاتي لار له لاسه ورکړه – د حزب الله مشر

د بشار الاسد د رژیم پر مهال د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله له سوریې څخه د عراق له لارې وسلې او نور پوځي تجهیزات راوړل؛ خو د ډسمبر پر شپږمه د اسد مخالفانو له عراق سره پوله ونیوله او دغه لاره یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته پلازمېنه دمشق ونیول شو.

Published

on

د لبنان د حزب الله مشر نعیم قاسم د شنبې پر ورځ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې دې ډلې د سوریې له لارې خپله اکمالاتي لاره له لاسه ورکړې ده.

د بشار الاسد د رژیم پر مهال د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله له سوریې څخه د عراق له لارې وسلې او نور پوځي تجهیزات راوړل؛ خو د ډسمبر پر شپږمه د اسد مخالفانو له عراق سره پوله ونیوله او دغه لاره یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته پلازمېنه دمشق ونیول شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ قاسم د شنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې پرته له دې، چې د بشارالاسد نوم واخیستل شي وویل: هو! په دې پړاو کې حزب الله د سوریې له لارې خپله پوځي اکمالاتي لار له لاسه ورکړې؛ خو دا زیان مو د مقاومت په کار کې لږ دی.

هغه زیاته کړې: شاید یو نوی رژیم راشي او دا لار بېرته عادي حالت ته راشي او مونږ کولی شو نورې لارې ولټوو.

حزب الله پر ۲۰۱۳ کال په سوریه کې مداخله پیل کړه، چې له بشارالاسد سره د مخالفانو پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي، چې هغه مهال د هغه د نسکورولو په لټه کې و. تېره اوونۍ کله، چې اپوزیسیون دمشق ته نږدې شو؛ دې ډلې د خپلو جنګیالیو د وتلو د څارنې لپاره څارونکي افسران واستول.

د بشارالاسد د کورنۍ له ۵۰ کلنې واکمنۍ وروسته اوس د تحریر الشام کمیټې پر مشرۍ انتقالي حکومت رامنځته شوی دی.

قاسم ویلي، چې حزب الله د نویو ځواکونو په اړه تر هغه وخته قضاوت نشي کولی، چې دوی خپل وضعیت ډاډمن او روښانه دریځ خپل نکړي.

هغه زیاته کړې؛ دی هیله لري، چې د لبنان او سوریې خلک او حکومتونه خپلې همکارۍ روانې وساتي.

قاسم وایي: مونږ هم هیله لرو، چې دا نوی واکمن اړخ اسرائیلو دښمن وګڼي او اړیکې ورسره عادي نکړي. دا هغه څه دي، چې له سوریې سره زمونږ د اړیکو پر اړتیا اغېز کوي.

حزب الله او اسرائیلو د لبنان په جنوبي پوله کې له شاوخوا یو کال راپدېخوا د غزې د جګړې له کبله سره ښکېل دي.

د یادونې ده، چې په سپتمبر کې اسرائیلو پر لبنان پراخ عملیات پیل کړل او د حزب الله ډېر مشران یې ووژل.  

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!