Connect with us

تازه خبرونه

د اقتصادي کمیسیون دوه‌یمه ځانګړې غونډه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه

د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوه‌یمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء دفتر ويلي، چې د اقتصادي کمیسیون دوه‌یمه ځانګړې غونډه د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د شوال پر اته‌ویشتمه، نهه‌ویشتمه او دېرشمه د افغانستان اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده پر مشرۍ ترسره شوه.

د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوه‌یمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.

په دې غونډه کې د چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له اړوند وزارتونو سره د همغږۍ له مخې په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کار د ګړندي کولو او همدارنګه په ټولو سکټورونو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره؛ یوه جامع طرزالعمل چمتو کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا طرزالعمل به د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته او بیا د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په دې غونډه کې د اقتصادي کمیسیون د لومړۍ ځانګړې غونډې د پرېکړو په اړه تعقیبي راپورونه وړاندې شول، چې د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د جمادي الاول پر درېیمه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه.

په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې له ښاري پلانونو سره سم طرزالعملونه رامنځته کړي، چې د دولتي ځمکو د ملکیتونو پلور او وېش او همدارنګه د ودانیو کرایه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

د همدې هدف لپاره کمیټې په دوه‌یمه غونډه کې د ارزونې لپاره تدوین شوی طرزالعمل وړاندې کړ، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د شیخ هبة‌الله اخوندزاده دفتر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.

د دغه طرزالعمل له مخې؛ هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او ودانیزې چارې یې پيل کړي.

همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته اړینې ځمکې انتقال کړي. د دې پرېکړې د پلي کولو په اړه پورته ذکر شویو وزارتونو په دوه‌یمه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړ، چې له مخې یې په ډېری ولایتونو کې ۸۰ زره جریبه ځمکه لېږدول شوې ده او په یو شمېر ولایتونو کې به دا بهیر ډېر ژر بشپړ شي، چې له دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکې د کمښت ستونزه حل شي.

همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د انساني، حیواني، کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي طرزالعملونه جوړ کړي. دې کميټې دا طرزالعملونه چمتو کړل او د ارزونې لپاره یې وړاندې کړل، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.

د یادونې ده، چې د اقتصادي کمیسیون په لومړۍ غونډه کې د شویو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوند وزارتونو او ادارو خپل راپورونه د اقتصادي کمیسیون په دوه‌یمه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!