تازه خبرونه
د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري ماموریت پای ته ورسېد
رینا امیري نن دوشنبه (د فبروري لومړۍ) په ایکس پاڼه کې له خپل تېر درې کلن کار ستاینه کړې او لیکي، چې: ” له ټولو اړینه دا، چې مونږ باید طالبان (اسلامي امارت) د ویجاړوونکو احکامو پرېښودو ته د قانع کولو لپاره کار ته دوام ورکړو، چې ښځې او نجونې یې له واک، خوځښت، زدهکړو، معیشت، غږ او ژوند ژغورونکو روغتیايي ادارو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.”

د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، چې د امریکا له وتلو او د جمهوريت له نسکورېدو وروسته یې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې دنده پر غاړه واخیسته؛ واک ته د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسېدو سره هممهاله له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.
رینا امیري نن دوشنبه (د فبروري لومړۍ) په ایکس پاڼه کې له خپل تېر درې کلن کار ستاینه کړې او لیکي، چې: ” له ټولو اړینه دا، چې مونږ باید طالبان (اسلامي امارت) د ویجاړوونکو احکامو پرېښودو ته د قانع کولو لپاره کار ته دوام ورکړو، چې ښځې او نجونې یې له واک، خوځښت، زدهکړو، معیشت، غږ او ژوند ژغورونکو روغتیايي ادارو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.”
امیري ټینګار کړی، چې مونږ باید له اسلامي امارت څخه وغواړو، چې د قومي او مذهبي لږکیو د غړو حقونو ته درناوي وکړي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د وېرې او ډار کلتور رامنځته کړی او افغانستان یې د انحصار او فقر په کړۍ کې بند ساتلی دی.
نوموړې دا هم ویلي؛ نړۍ باید د افغانستان د زړورو نرینهوو او ښځو سره ودریږي؛ ځکه، چې دوی د یو باثباته او خوندي افغانستان لپاره ژمنه کړې، چې له ځان او ګاونډیانو سره به په سوله کې وي.
هغې زیاته کړې: “دا د سیمې او نړۍ لپاره یوه اخلاقي او ستراتیژیکه اړتیا ده.”
امیري د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د خپل کار په اړه ویلي: “مونږ د امریکا- افغانستان د مشورتي میکانیزم له لارې د امریکا په پالیسي جوړونې کې د مدني ټولنې د فعالانو د غږونو په معناداره کولو کې یو نوی ماډل رامنځته کړی دی.”
هغې دې ته په نغوته( اشاره) کې، چې سبا یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه وروستۍ ورځ ده وایي: “دا یو لوی ویاړ دی، چې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغانستان د زړورو ښځو او نرینهوو دفاع وکړو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د میرمن رینا امیري درې کلنې هڅې له جدي نیوکو سره مخ دي.