Connect with us

تازه خبرونه

د افغان جګړې بهرني اړخونه په ځلونو له کورنیو اړخونو ستر دي – امرالله صالح

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي؛ د افغان جګړې بهرني اړخونه په ځلونو له کورنیو اړخونو ستر دي او هیڅ هېواد نشته، چې تولید شوې وسلې یې په افغانستان کې کارول شوې نه وي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د ملي پخلاینې عالي شورا په دوه یمه ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان تر اوسه له هیڅ هېواد وسلې ندي پېرلي او هیڅ هېواد نشته، چې تولید شوې وسلې یې په افغانستان کې کارول شوي نه وي او دې کار په هېواد کې روانه جګړه پېچلې کړې هم ده.

امرالله صالح وایي: په افغانستان کې، چې هر جنګي تاکتیک کارول کیږي بهرنی دی؛ هره وسله، چې کاریږي بهرنۍ ده او داسې یو هېواد نشته، چې تولید شوې وسله یې په افغانستان کې کارېدلې نه وي. دا هم باید په پام کې ولرو، چې هیڅکله وسله پېرلې نده، بلکې ورکړ شوې ده. يعنې په ټول تاریخ کې مونږ ته وسلې راکړ شوي دي.        

افغانستان په ځانګړې توګه کابل هر سهار په  چاودنو پیلوي؛ په وروستیو کې د چاودنو تر څنګ هدفي وژنې هم ډېرې شوي، چې تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستی.

د ولسمشر لومړی مرستیال طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې د خبریالانو، مدني فعالانو او د هېواد د مشرانو له وژلو سره له عقدې او د جګړې له پیچلتیا پرته څه نشي تر لاسه کولی.

هغه دا هم ویلي؛ په افغانستان کې، چې هرچا د نورو له ګډون پرته پر واکمنۍ ټینګار کړی؛ تجرید شوي. طالبان باید ځانته وګوري، چې له نورو سره څه توپیر لري او کولی شي او که نه، چې نوی تاریخ رامنځته کړي. 

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړي یونس قانوني ویلي، چې حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د امنیتي ستونزو په کابو کولو کې پاتې راغلی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړی یونس قانوني وایي؛ د افغانستان خلک او مخکښان یې هره ورځ وژل کیږي او حکومت ورسره په مبارزه کې د ډاډ وړ بریالیتوب ندی تر لاسه کړی. حکومتي مسوولین باید د دې هېواد ژغورلو ته پام راواړوي.       

د ځینو سیاستوالو په باور د ناامنیو ډېروالی د سولې بهیر ته زیان رسوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړی محمد محقق وایي: همدا نن دوه چاودنې وشوې؛ یوې د لومړي مرستیال ساتونکی وواهه او بل زمونږ مخې او یاد کوم بل مسلمان مخې ته و. دا د سولې نیتونه نه ښیي، چې اوربند وکړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال  بابرفرهمند د مارشال دوستم له څرګندونو ویلي؛ د هېواد د کورنیو شخړو عوامل دې وپېژندل شي.      

پر امنیتي وضعیت سیاستوال په داسې حال کې اندېښنه ښیي، چې په کابل کې د ده سبز د چاودنې په ګډون د شنبې پر ورځ ۵ چاودنې وشوې، چې دوه پولیس او یو ملکی وګړی یې ووژل او شپږ نور په دې پېښو کې ټپیان شول.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!