تازه خبرونه
د افغان او نړۍ رهبرانو جوبایدن ته د بریا مبارکي ورکړه

د افغانستان او نړۍ سیاسي مشرانو د امریکا ۸۷ کلن ولسمشر جوبایدن، مرستیالې کامالا هریس او امریکایانو ته د بریا مبارکي وړاندې کړې ده.
ولسمشر غني نن په یوه تویت کې جوبایدن او د هغه لومړۍ مرستیالې ته پهدولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او په ډاګه کوي، چې افغانستان له خپل ستراتیژیک ملګري (امریکا) سره په افغانستان کې د سولې راوستو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کار کولو ته چمتووالی لري.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوه تویت کې جوبایدن او د امریکا خلکو ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوموړي د بریا مبارکي ویلې ده.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبایدن د بریا مبارکي ورکړې او زیاتوي، چې هغه د امریکا د خلکو له تاریخي ټاکنو خوښ دی.
دانش څرګندوي؛ افغان حکومت او خلکو په تېرو دوه لسیزو کې د بیان د آزادۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې پرمختګونه لیدلي او هیله یې څرګنده کړې، چې امریکا به له افغانستان سره د دغو ارزښتونو په ساتلو کې مرسته وکړي.
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د امریکا د ولسمشر په توګه جوبایدن او مرستیالې کامالا هریس ته مبارکي وړاندې کړې ده..
د افغان مشرانو تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د کانادا لومړی وزیر جستین ترودو، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون، د بریتانیا لومړي وزیر بورس جانسن او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو بایدن او د هغه مرستیالې کامالا ته په بشپړه توګه مبارکۍ وړاندې کړي دي.
جوبایدن په پنسلوانیا کې له ۲۷۰ حوزوي رایو سره د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه د ټاکنو ګټونکی شوی دی.
د امریکا غږ د څرګندونو له مخې؛ دونالد ترمپ ویلي، چې دا پایله هغه ته د منلو وړ نده او هغه غواړي د رای شمېرلو په اړه قانوني هڅې تر سره کړي.
دونلد ترمپ له ۱۹۹۲ راپدیخوا د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو وروسته د بیا ټاکنې لپاره ټاکنې نه ګټي.