Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي – اوچا

اوچا د یکشنبې پر ورځ ( د زمري څوارلسمه) یو راپور خپور کړی، چې بارانونو د افغانستان یو شمېر ولایتونه په تېره بیا د هېواد په لویدیځ کې مالي زیانونه رامنځته کړې دي.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.

اوچا د یکشنبې پر ورځ ( د زمري څوارلسمه) یو راپور خپور کړی، چې بارانونو د افغانستان یو شمېر ولایتونه په تېره بیا د هېواد په لویدیځ کې مالي زیانونه رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲ اعشاریه ۴ میلیون وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷  میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اوچا زياته کړې، چې په داسې يوه حالت کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو هېواد ته شړل د خوراکي توکو ناورین نور هم پراخه کړى دى.

ویل کیږي، چې په هېواد کې د وروستيو مياشتو  طبيعي پېښو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

تازه خبرونه

په خوست ولایت کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړه پای ته ورسېده

دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.

Published

on

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ شخړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د امنیتي کمیټې پر منځګړتوب حل شوه.

دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په سرحدونو کې د نښو د نويو کولو د کار يوه لويه برخه یې بشپړه کړې ده. په تېر کال کې دغه وزارت ۳۰۴ لویې شخړې او ۵۲۵ د کوچنیو دښمنیو پېښې حل کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله او د میلیونونو افغانیو مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت چارواکو ويلي؛ د سرحدونو ساتنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یو کال کې په دې اړه جدي هڅې ترسره شوې دي.

دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.

دغه راز په تېر کال کې دغه وزارت له اړوند څانګو سره د ۷۰۰ چاپېریالي ستونزې اړوند ادارو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې یې ۴۰۰ پروژې پلې کړې دي.

دغه وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې د کرنې، نفوسو، مساحت، پراختیا او مالدارۍ په برخو کې څېړنې کړي او تر اوسه څه باندې ۷ زره کسان د دغه وزارت په اړوند عالي لېسو کې زده‌کړې کوي.

دغه وزارت له یو شمېر کوچیانو کورنیو سره نغدي مرسته کړې او د کوچیانو د درملنې لپاره یې په ټول هېواد کې ۱۰۰ ګرځند روغتیايي ډلې، ۱۱ کلینیکونه او د څارویو د درملنې ۶۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ناروې له افغانستان سره یو اعشاریه اته میلیون ډالر مرسته وکړه

اوچا د یکشنبې پر ورځ ( د وږي اتلسمه) د ایکس پاڼې له لارې په یوه پیغام کې لیکلي، چې دا مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) له دغه هېواد سره د یو اعشاریه اته میلیون ناروېژي ډالر مرستې اعلان وکړ.

اوچا د یکشنبې پر ورځ ( د وږي اتلسمه) د ایکس پاڼې له لارې په یوه پیغام کې لیکلي، چې دا مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

اوچا د ناروې له نوې مرستې مننه کړې او وایي، چې دغه هېواد په تېرو لس کلونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره ١٨٩ ميليون کروړه مرسته کړې ده.

دې ادارې تېره میاشت اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۴ ز. کال کې افغانستان ته د اړتیا وړ درې اعشاریه صفر شپږ میلیارډ ډالر څخه یوازې ۲۵ سلنه برابرې شوي دي.

اوچا په هغه وخت کې له مرستندويه هېوادونو او بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري ناورين د پاى ته رسولو لپاره ډېرې نورې مرستې وکړي.

دغه نړیوال بنسټ شاوخوا دوه میاشتې مخکې راپور ورکړ، چې په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان تجزیه کېدونکی هېواد ندی – عباس ستانکزی

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي؛ د افغانستان اوسنی نظام د قوم او مذهب پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی او د دې نظام ساتنه د هر چا دنده ده او هېڅکله به ونه وېشل شي.

د پنجشنبې پر ورځ د وږي پېنځلسمه شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه کلتوري پروګرام کې پر یووالي او ځمکني بشپړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې له څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د قومونو او ولایتونو د وېشلو هڅې روانې دي؛ خو دا هڅې به هېڅکله هم نتیجه ورنکړي او افغانستان نه وېشل کېدونکی دی.

عباس ستانکزی وایي: اوسمهال بېلابېل تبلیغات کېږي؛ خو دا هېواد د افغانستان د اصیلو بچیانو له برکته روغ پاتې شوی او د تباهۍ او تجزیې خوا ته تلی دی او نه به تجزیه شي او نه به هم د تجزیې اجازه ورکړ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: افغانستان سیاسي او نظامي ازادي لري؛ خو بې پروا دښمن هم غلی ناست ناست نه دی؛ د استخباراتو، اقتصاد او پروپاګند په سنګر کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې جګړه نشته، افغانستان په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې: مونږ باید د بیارغونې په برخه کې فعاله ونډه واخلو؛ خلک له مونږ څخه کار غواړي، یو کپ ډوډۍ غواړي، دوی سوله او امنیت غواړي، دوی سیاسي پرمختګ غواړي. یوازې حکومت ټول کارونه نشي کولی؛ دا د دې ملت د هر فرد دنده ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!