لوبی
د افغانستان ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام په روزنیزو سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې انګلستان ته، چې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې دوهیم مقام خپل کړی و؛ د ۶۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ په جنوبي افریقا کې ترسره شوه؛ پچه انګلستان وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغانستان د ۸۴ منډو او څلورو لوبغاړو پر سوځېدو تر فشار لاندې و؛ خو سهیل خان زرمتي او نعمان شاه له پنځوس ډېرې منډې وکړې او افغانستان ټولټال ۲۳۸ منډې جوړې کړې.
د انګلستان له لوري تعظیم علي ۴۵ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. سباسشین مورګان او ډومینیک کیلي دوه – دوه ویکټې واخیستې.
د انګلستان لوبډلمشر بن مککیني ښه پیل وکړ؛ خو د افغانستان ۱۶ کلن الله محمد غضنفر، چې له مجیب الرحمن سره ورته والی لري د انګلستان درې تکړه توپاچونکي وسوځول.
کیلي له ۷ نمبر څخه توپوهنه پیل کړه او اډي جک له ۱۰ نمبر څخه ۳۶ منډې جوړې کړې؛ خو انګلستان لوبډله په ۱۷۱ منډو وسوځېده او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلل.
افغانستان راتلونکې روزنیزه لوبه د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه / د جنوري شپاړلسمه ) له جنوبي افریقا سره کوي.
لوبی
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

سره له دې، چې د هند غوره لیګ (IPL) لوبو پرانیستې ته څلور ورځې پاتې دي؛ آریانا راډیو ټلویزیوني شبکه په افغانستان کې خپلو کرکټ مینهوالو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کوي، چې یو ځل بیا به دا په زړه پورې سپورتي پېښه د دوی تر کورونو ورسوي.
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.
د برانډ فاینانس د ارزونې د راپور له مخې؛ د هند غوره لیګ ځلېدا دومره پراخه ده، چې د برانډ ټولیز ارزښت یې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ ميلیارډ ډالر اټکل شوی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰.۷ میلیارډ ډالرو پر پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
برانډ فاینانس زیاته کړې؛ چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالرو له برانډ ارزښت سره د هند غوره لیګ ترټولو قیمتي فرنچایز په توګه مخکښ دی.
دا ۵۲ سلنه وده په لویه کچه د دوی د پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډهوني د تلپاتې میراث دی.
د چینای سوپر کینګز تر څنګ ممبي انډینز دی، چې ارزښت یې ۱۱۹ میلیون ډالر دی او د رائل چلینجرز بنګلور، چې ارزښت یې ۱۱۷ میلیون ډالر دی؛ دریم ځای لري.
کلکته نایټ رایډرز او دفاعي اتلان له ۱۰۹ میلیون ډالرو سره د حیدرآباد سنرایزرز د ۸۵ میلیون ډالرو سره، د راجستان رویالز د ۸۱ میلیون ډالرو سره او د ډیلي کیپیټلز د ۸۰ میلیون ډالرو سره په نورو وروستیو درجو کې دي.
د شنبې پر ورځ به په کلکته کې د پرانیستې لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور تر منځ ترسره شي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر دوهویشتمه پیل کیږي او دوه میاشتې به روانې وي.
دا سیالي به د ۲۰۲۵ کال د می پر پېنځهویشتمه پای ته ورسیږي.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د شنبې پر ورځ ( د وري دوهیمه/ د مارچ دوهویشتمه) د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ لومړۍ لوبه به په همدې ورځ د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي.
د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګورئ.
لوبی
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) ویلي؛ د افغانستان پر وړاندې ټاکل شوې لوبلړۍ، چې په کې یوه ټیسټ لوبه، درې ۵۰ اوریزې او درې ۲۰ اوریزې لوبې وې؛ د بودیجې د محدودیتونو له کبله وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وارن ډیویټرم له نورو لوبډلو سره د سیالیو مهالوېش اعلانولو پر مهال تائید کړه، چې د افغانستان سیالۍ به د مالي ستونزو له کبله ترسره نشي.
هغه ويلي: “دا پرېکړه د بودجې د لنډمهاله ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. مونږ باید د کرکټ بورډ له منشور سره سم خپل کار وساتو، چې ټینګار کوي؛ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره پانګونه باید په متوازن ډول ترسره شي.”
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړيتوب لري؛ په ټیسټ لوبو کې دوه ځله سره مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهیمه هغه د ایرلینډ پر بریا پای ته ورسېده.
په پنځوس اوریزو سیالیو کې دې دوه لوبډلو ۳۲ ځله د یو بل پر وړاندې سیالي کړې، چې افغانستان ۱۸ او ایرلینډ ۱۳ ځله ګټلې دي.
لوبی
فیفا پر پاکستان فوټبال لګېدلي بندیزونه لرې کړل
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) د اساسنامې له تعدیل او تصویب وروسته پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه لرې کړل.
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.
د فیفا شورا دفتر په تېره فبرورۍ کې د پاکستان فوټبال فډراسیون او کانګو فوټبال فډراسیون فعالیتونه له مقرراتو څخه د سرغړونو له کبله ځنډولي وه.
پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه؛ د فیفا شورا د اساسنامې د تعدیل شوې نسخې په تصویبولو کې د پاتې راتلو له کبله ول، چې د عادلانه او ډیموکراټیکو ټاکنو ترسره کول او د دې بهیر د یوې برخې په توګه پر فډراسیون د لګول شويو مکلفیتونو پلي کول تضمینوي.
د فیفا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان فوټبال فډراسیون د قوانینو د تعدیل شوې نسخې له تصویب سره د فیفا ټولې غوښتنې پوره کړې دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول
-
سوداگري5 days ago
افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات زیات شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
-
څار4 days ago
څار: د تورې بحیرې د تړون په اړه د روسیې شرطونو ته د اوکراین غبرګون
-
تازه خبرونه4 days ago
د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې
-
تحول4 days ago
تحول: له نړۍ سره د حسنه اړیکو پر لرلو د اسلامي امارت د رهبر ټینګار