تازه خبرونه
د افغانستان ۱۰ کلنې اقتصادي لاسته راوړنې په لس میاشتو کې له لاسه وتلي
د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشرې ویلي؛ د افغانستان لس کلنې اقتصادي لاسته راوړنې له یوه کال څخه په لږ وحت کې له لاسه وتلي دي.
د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشره کاني ویګناراجا وایي: د افغانستان ناخالص کورني تولید په یوه کال کې شاوخوا پېنځه میلیارد دالر له لاسه ورکړي. دا هغه پیسې، شتمنۍ وې، چې په تېرو لس کلونو کې راټولې شوې وې او یوازې په لس میاشتو کې له منځه ولاړې. دومره دراماتیک ځوړ ما په هیڅ ځای کې ندی لیدلی.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې دا هم ویلي، چې په هرو پېنځه ماشومانو کې یو یې له سختې خوارځواکۍ څخه کړیږي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اقتصاد په تېر کال کې له بې ساري ځوړ سره مخ شوی او د دغه هېواد ۹۷ سلنه خلک به راتلونکی کال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ شي.
په افغانستان کې له څه باندې یو کال سیاسي بدلونونو وروسته د اقتصادي بحران د ژورېدو په اړه نړیوالې اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ۷۰۰ زره دندې او کاري فرصتونه له لاسه وتلي دي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې د نړیوالو مرستندویه موسسو له لوري ورکړ شوي ارقام له حقیقته لرې بللي وه.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، که نړۍ غواړي افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه وباسي؛ باید د اقتصادي بېخبنایي پروژو په جوړولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان او د خواړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وه، چې د روان کال تر نوامبر میاشتې پورې به په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیون وګړي له بېړني حالت سره مخ شي.
که څه هم ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو ادارو له میلیونونو افغانانو سره بشري مرسته کړې؛ خو دې مرستو د افغانستان د لویدلي اقتصاد د بیا ولاړیدو سره هیڅ مرسته نده کړې.