Connect with us

روغتيا

د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې په ناروغتیايي مرکزونو کې زېږون کوي- یونیسف

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې له روغتیايي مرکزونو پرته په نورو ځایونو کې زیږون کوي.

دې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې یوازې ۶۷ سلنه زېږېدنې د مسلکي روغتیاپالو پر مرسته ترسره کېږي.

یونیسف زیاته کړې؛ اومیدواره میرمنې باید له زیږون مخکې لږ تر لږه څلور ځله معاینه شي، خو یوازې یو پر درېیمه برخه میرمنې د معاینې لپاره روغتیایي مرکزونو ته نځي.

دې ټولنې ویلي، چې له روغتیايي مرکزونو بهر او یا د روغتیايي څانګوالو(متخصصینو ) له مرستې پرته د ماشوم زېږول د مور ژوند له پوره خطر سره مخ کوي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

اړوند خبرونه:

په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري – د روغتیا نړیواله ټولنه

تېر کال کې د زیږون پرمهال شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې شوي

روغتيا

افغانستان د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د مخنیوي هڅې پیل کړې

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزو‌تڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتيا وزارت د چارسمبالي نور جلال جلالي پر مشرۍ د دې وزارت د چارواکو په ګډون د بیزو‌تڼاکې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول یوه کاري ناسته ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي اړوند څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په بندرونو کې د بېزو‌تڼاکې او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې همغږي او پیاوړې او له شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز نور جلال جلالي اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو د رسولو لپاره لازمې هڅې ترسره کړي، چې د ناروغانو روغتیايي وضعیت تر پاملرنې لاندې ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته ډاډ څرګند کړ، چې په هېواد کې د بېزو‌تڼاکو او نورو ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره به لازمې هڅې تر سره او د اړوند څانګو ترمنځ  ښه همغږي رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ (د زمري پر شپږویشتمه ) د بېزو‌تڼاکې لږ تر لږه یوه پېښه اعلان کړې ده.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ ۱۱ پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، په افغانستان کې له تېرو ۸ میاشتو راپدېخوا د ګوزڼ یا پولیو ۱۱ نوې پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین له پلې کېدا سره هم‌مهاله د روغتیا نړیوالې ټولنې دغه شمېر وړاندې کړی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د دغو څرګندونو تر څنګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پاکستان کې هم ۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ټولنې دا شمېر ښيي، چې تېر کال د ګوزڼ شپږ نوې پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

دا ناروغي اکثراً له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومان اغېزمنوي. ډېري ناروغان هیڅ نښې نلري؛ خو ځینې یې د زکام په څیر نښې لري: (لوړه تبه، د ستوني درد، سر درد، نس درد، د بدن درد او تهوع ).

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ۳ ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

Continue Reading

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي له بریټانیايي ډیپلوماټ څخه د روغتیایي همکاريو غوښتنه وکړه

نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي د شنبې پر ورځ (د زمري شلمه) د افغانستان لپاره  د بریټانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: په دغه کتنه کې، چې په کابل کې ترسره شوې؛ د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره پر مرستې، نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنې، د مور او ماشوم د روغتیا په اړه همکارۍ او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو جلبولو بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي: په تېرو دوه کلونو کې د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې او د دوی یو لوی شمېر اوس هم په مرکز کابل او په ولایتونو کې د روږدو د درملنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه راز د بریټانیا د سفارت چارسمبالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړه.

ویل کیږي، چې افغانان هر کال په میلیونونو ډالر له افغانستان څخه بهر د ناروغانو پر درملنه لګوي؛ ځکه، نو خلک په هېواد کې د معیاري روغتونونه جوړول غواړي او نه غواړي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!