تازه خبرونه

د افغانستان کنګل شوې پولي زیرمه د خلکو ده – مولوي متقي

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ د امریکا له لوري د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو دي او طالبانو ته نه رسیږي.

افغانستان اقتصادي ناورین ته دننه کېدو په حال کې دی، چې وتل یې ترې په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوو پیسو له آزادېدو سره تړلي دي.

د افغانستان بانک د بانکي زیرمو کنګل کیدو د اسلامي امارت حکومتداري هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې؛ خو  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وروستي لیک ته د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي؛ د دوحې د خبرو پرمهال یې اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی و، چې که د زور له لارې واک ترلاسه کړي د واشنګټن نابشري مرستې به ورباندې ودرول شي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی مولوي امیرخان متقي د دغو پیسو پر آزادېدو ټینګار کوي او وايي، چې د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او طالبانو ته نه رسیږي.

 امیرخان متقي ټینګار کوي، چې په هېیواد کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي په موخه باید دغه پیسې آزادې شي.

نوموړی وایي: امریکایانو ته مو ویلي، چې اوس له یو بل سره پوځي مخالفت نلرو او په سنګر کې نه جنګیږو؛ د دوحې تړون له لاسلکیدو وروسته مونږ تاسې ته کومه ستونزه نده جوړه کړې، نو دغه پیسې مو په کوم دلیل کنګل کړي. هیڅ کوم دلیل نشته او دا هغه پیسې ندي، چې د طالبانو جیب ته به ورشي؛ دا د هېواد له اقتصاد او خلکو پورې اړه لري.

د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې پیسې څه کم لس میلیارډ ډالر دي، چې د دغو پیسو د آزادېدو لپاره د امریکا د خوښې ټولګډونه حکومت جوړېدل، د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو خوندیتوب او د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو پر له منځه وړلو پورې مشروطې دي.

داسې اټکل کیږي، چې امریکا به د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي دولت تر رسمیت پېژندلو پورې دغه پیسې همداسې کنګل وساتي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي: په حقیقت کې دغه پیسې نه آزادیږي؛ ځکه، چې حقوقي او قانوني ستونزې لري او دا په دې معنا ده، چې د دغو پیسو حقوقي شخصت پخوانی دولت و، چې دغه پیسې یې امریکا او نړیوال بانک ته سپارلې وې او دغه پیسې د یوه حکومت په غوښتنه بېرته ورکول کیږي. دا، چې تر اوسه پورې دولت په رسمیت ندی پېژندل شوی او ملګرو ملتونو ته د دغو پیسو ورکړه ناممکنه ده.

د هېواد اوسیدونکي وايي، چې اقتصادي ستونزو نور پر دوی د ژوندانه کړۍ را تنګه کړې؛ نو دوی له امریکا او اسلامي امارت څخه غواړي، چې خلک د خپلو سیاستونو قرباني نکړي.

د کابل اوسیدونکی قیام نومی وایي: له دغه حکومت سره دې خبرې وکړي او یوې پایلې ته دې ورسیږي، چې دغه اقتصادي او بشري ناورین ته نور د پای ټکی کیښودل شي.

کابل ښاري محمد زبیر ویلي؛ مونږ له بهرنیو بنسټونو او اسلامي امارت څخه غواړو، چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر آزادېدو کار وکړي او یوې هوکړې ته ورسیږي، چې خلک له اقتصادي ستونزو راووځي او سوداګر له ملي ډاډ برخمن شي.

تېره چارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان په چارو کې د نوموړې ټولنې ځانګړي استازی د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د ترسره کولو غوښتونکی شو؛ د چین او روسیې استازیو هم په دغه ناسته کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر آزادېدو ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version