لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې د نړیوال جام د اته وروستیو لوبډلو ترمنځ د لوبو مهال‌وېش څرګند شو

د کرکټ نړیوال جام د غوره اته لوبډلو ترمنځ سیالۍ به نن چارشنبه د غبرګولي پر دېرشمه پیل شي او په لومړۍ لوبه کې به د امریکا او سویلي افریقا لوبډلې له یو بل سره مخ شي، چې دوه‌یمه لوبه به د ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلو تر منځ وي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه اته غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې؛ په ترتیب سره به د هند، استرالیا او بنګله دېش له لوبډلو سره سیالي وکړي او د اته غوره لوبډلو په لومړي ګروپ کې به ګډون ولري.

د دغو سیالیو نېټه او وخت هم ټاکل شوی دی.

په دې توګه به افغانستان د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي یودېرشمه) د کابل پر وخت د ماښام پر ۷ بجو له هند سره خپله لومړۍ لوبه کوي.

په خپله دوه‌یمه لوبه کې به د یکشنبې پر ورځ (د چنګاښ درېیمه) د سهار پر ۵ بجو له استرالیا سره مخ شي.

په درېیمه لوبه کې به د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د سهار پر ۵ بجو د بنګله‌دیش پر وړاندې ولوبیږي.

د کرکټ نړیوال جام د غوره اته لوبډلو ترمنځ سیالۍ به نن چارشنبه د غبرګولي پر دېرشمه پیل شي او په لومړۍ لوبه کې به د امریکا او سویلي افریقا لوبډلې له یو بل سره مخ شي، چې دوه‌یمه لوبه به د ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلو تر منځ وي.

دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا نړیوال ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپریږي.

 

ورته خبرونه:

 

 

ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

حضرت الله ځاځي د مجیب الرحمن پر ځای په ۲۰  اوریز نړیوال جام کې لوبیږي

Trending

Exit mobile version