لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوی نوماند مشر وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چار شنبې پر ورځ د ملي لوبډلې پخوانی غړی میرویس اشرف د عزیزالله فضلي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ د نوي نوماند په توګه وټاکه.
د راپورونو له مخې؛ دا پرېکړه په ابوظبي کې له روان شل آوریز نړیوال جام څخه د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو د لیدنې پر مهال د ملي لوبغاړیو له غوښتنو وروسته؛ رامنځته شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د سپارښتنې له مخې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دغه راز د چارو ادارې ته دنده سپارل شوې, چې له فرمان سره سم اجراات ترسره او دغې چارې ته عملي بڼه ورکړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ میرویس اشرف له ټاکل کیدو سمدستي وروسته د آی سي سي په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ.
ویل کیږي، چې: د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان په عربي متحده اماراتو کې د هغه ورتګ ته سترګې پر لار دی، چې د یاد بنسټ په ګډه ناسته کې د افغانستان استازیتوب وکړي؛ هرې پوښتنې ته ځواب ووایي او د افغانستان د کرکټ په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
میرویس اشرف په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې ۴۶ یو ورځنۍ او ۲۵ شل آوریزې نړیوالې لوبې کړې دي.
افغانستان د شل آوریز نړیوال جام له سوپر ۱۲ پړاو څخه هغه وخت ووت، چې په دوه یم ګروپ کې یې یوازې دوه لوبې وګټلې؛ خو له پاکستان، هند او نیوزیلنډ څخه مات شو.