تازه خبرونه
د افغانستان چارسمبالی حکومت باید له داعش سره په مبارزه کې یوازې پاتې نشي – عزیزوف
عبدالسلام عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي غونډې ته ویلي، چې زمونږ افغان همکاران باید د دې مسالې پر وړاندې یوازې پاتې نشي.

د ازبکستان د استخباراتو مشر عبدالسلام عزیزوف ويلي؛ د افغانستان چارسمبالی حکومت د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د دغه هېواد استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
عبدالسلام عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي غونډې ته ویلي، چې زمونږ افغان همکاران باید د دې مسالې پر وړاندې یوازې پاتې نشي.
ازبک رسنیو د عبدالسلام عزیزوف د څرګندونو له مخې لیکلي، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده؛ ځکه، چې د نوموړي د څرګندونو له مخې: د متقابلو کړنو کمزوري کول به د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شي، چې د سیمې امنیت به له خطر سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې: یوازې د متقابل باور، ګډو هڅو او همغږي کار پر بنسټ کولی شو، چې له تروریزم او نړیوال افراطیت سره په مبارزه کې د معلوماتو او تجربو پر منظمه تبادله او له سایبري ګواښونو سره د مبارزې له لارې ثبات خوندي او اغېزمنې پایلې ترلاسه او د هېوادونو امنیت خوندي کړو.
د شانګهای همکارۍ ټولنې د عمومي غونډې اصلي موخه له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې په برخه کې د غوره تګلارو تبادله، په دې اړه د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د تدبيرونو تدوينول او د نويو امنيتي ننګونو پر وړاندې د ګډون کوونکیو ترمنځ د ګډې همغږۍ او تګلارې رامنځته کول دي.