تازه خبرونه
د افغانستان پوهنتونونه د نرینه او ښځینه محصلینو پر مخ پرانیستل شول

د افغانستان دولتي پوهنتونونه له شپږ میاشتو وروسته نن شنبه د کب ۷ د نرینه او ښځینه محصلینو پر مخ پرانیستل شول.
هغه نجونې او هلکان، چې د کابل دولتي پوهنتون ته د خپلو زدکړو د بیا پیلولو لپاره راغلي؛ له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دوی ته د زدکړو پر مهال نورې آسانتیاوې هم برابرې کړي.
د دولتي پوهنتونونو دروازې د لوړو زدکړو وزارت له خوا د ټاکل شوي مهالوېش پر بنسټ پیل شوې؛ خو د دغه وزارت چارواکو په راتلونکي ښوونیز کال کې د محصلینو د درسونو د میکانیزم په اړه څه ندي ویلي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د چاپېریال پوهنځي محصله شکریه حجت یوه له هغو محصلینو څخه ده، چې له اووه میاشتني ځند وروسته بېرته خپل ټولګي ته راستنه شوې ده.
هغه وايي، چې ښوونځي ته په راستنېدو خوښ دی، خو په پوهنتون کې د نصاب او چاپېریال له پلوه ډېر بدلونونه راغلي دي. دا د پوهنتون په پرتله یوې مدرسې ته ورته دی. نجونې د درس پر ځای د خپلو جامو او چلند په فکر کې دي.
کابل پوهنتون، چې په افغانستان کې تر ټولو لوی ښوونیز مرکز دی؛ نن په کې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال زنګ ووهل شو او سلګونه زره محصلینو په داسې حال کې زدکړې پیل کړې، چې د زدکړو له بهیره ناهیلي شوي وه.
محصله حسنیه معتصم وایي: مخکې له دې، چې پوهنتون پيل شي؛ مونږ خپلې هيلې له لاسه ورکړې وې. مونږ هيڅ هيله نه درلوده، چې بېرته به پوهنتون ته راشو او زدکړه به پیل کړو. داسې اوازې خپرې شوې، چې د ښځينه وو لپاره زدکړې نشته؛ مو ډېر ناهیلي وو.
محصله حليمه معتصم وایي؛ زه خوشاله یم، چې درسونه مو پیل کړل. مونږ راغلو او خپل ټولګیوال مو ولیدل او مونږ استادان راوغوښتل، چې راشي او مونږ ته درس راکړي. زدکړه زمونږ اساسي حق دی.
هلکان هم غواړي، چې د پوهنتون چاپېریال د نجونو لپاره خوندي وي او د زدکړې شرایط د اسلامي شریعت له مخې یو مناسب کار دی؛ خو له اسلامي امارت غواړي، چې له دغه تعلیمي مرکز څخه د تعصب فضا په بشپړه توګه له منځه یوسي.
محصل فیاض احمد وایي: د کرونا او د رژیم د بدلون له کبله، زدکوونکي له شاوخوا یو کال راپدیخوا له درسونو لرې شوي دي او دا د خوښۍ خبره ده، چې نن پوهنتونونه بیا پیل شوي دي.
د لوړو زدکړو وزارت د اسلامي امارت په لومړیو ورځو کې ویلي وه، چې د دولتي پوهنتونونو لپاره به نوی میکانیزم جوړ کړي؛ اوس، چې درسونه پیل شوي، کوم نوی میکانیزم ورسره تر سترګو شوی ندی.