Connect with us

روغتيا

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.

خپور شوی

د

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ نن دوشنبه د چنګاښ اتلسمه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي، په دې کمپاین کې به شاوخوا اته میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ واکسین شي.

د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړې: د عامې روغتیا وزارت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، استادانو وغوښتل، چې له واکسیناتورانو سره د دوی همکاري به په افغانستان کې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره ورځ ویلي، چې د واکسین دغه کمپاین د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پیلېږي.

دې ټولنې له ټولو وګړو په ځانګړي توګه د کورنیو له مشرانو او والدینو غوښتي، چې له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان لپاره ونډه واخلي.

د ګوزڼ واکسين دوه‌يم پړاو ملي کمپاين تېره مياشت په ټول افغانستان کې د نړيوالو موسسو پر همکارۍ پيل شو او دغه کمپاين څلور ورځې دوام وکړ، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په کې څه باندې ۱۱ اعشاریه ۲ ميليون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړ شول.

همدارنګه په افغانستان کې تېر اپریل د ګوزڼ واکسین لومړی پړاو پیل شو، چې په څلور ورځو کې شاوخوا ۱۱ میلیون له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومانو ته واکسین ورکړ شو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په کې د ګوزڼ ویروس ماشومان وژني. د دغه وزارت احصائې ښيي، چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د کوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې د چارواکو پر وینا علت یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل دي.

 

اړوند خبرونه: 

د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت په پروان کې د رامنځته شوي اسهال د مخنیوي په اړه غونډه وکړه

د دغه وزارت د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بېلابېلې روغتيايي ډلې، چې متخصصين هم په کې شته؛ وګومارل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ساحې ته ولاړ شي او د اړتیا وړ بېړنۍ هڅې وکړي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت د پروان ولایت د غوربند په کفشان دره کې د اسهال ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په اړه د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د مرستیال پر مشرۍ د مرکز له رییسانو، د انتاني روغتون او جک بنسټ له استازو سره د یوې غونډې له جوړولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بېلابېلې روغتيايي ډلې، چې متخصصين هم په کې شته؛ وګومارل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ساحې ته ولاړ شي او د اړتیا وړ بېړنۍ هڅې وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د دې ولایت د "جک" د تطبيق بنسټ استازي ته لارښوونه وشوه، چې د ناروغانو د درملنې لپاره دې ټولې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې له استازو او روغتیايي همکارانو سره به یوه بله ناسته هم ولري، چې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وشي او د اړتیا وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

څو ورځې مخکې د پروان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په دې ولایت کې له ۵۰۰ ډېر کسان پر یوې نامعلومې ساري ناروغۍ اخته شوي او دوه کسان یې مړه کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، ناروغان د پروان ولایتي روغتون او د کابل انتاني روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

Continue Reading

روغتيا

افغانستان په روغتیایي برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا وزارت چارسمبالی نورجلال جلالي دعامي رغتیاوزرات د کتلوي  معافیت د نوي ودانۍ او د ماشومانو لپاره د معافيت د پراختيا پروګرام د پرانستې پر مهال له نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتيا موضوع له سياست څخه بېله کړي او په دې اړه خپلې مرستې روانې وساتي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د روغتیا موضوع باید سیاسي نشي؛ ځکه افغانستان په دې برخه کې زیانمن هېواد دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا وزارت چارسمبالی نورجلال جلالي دعامي رغتیاوزرات د کتلوي  معافیت د نوي ودانۍ او د ماشومانو لپاره د معافيت د پراختيا پروګرام د پرانستې پر مهال له نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتيا موضوع له سياست څخه بېله کړي او په دې اړه خپلې مرستې روانې وساتي.

نور جلال جلالي ویلي، چې اوس هم په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده او نړیوال بنسټونه باید د ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره خپلې مرستې او همکاري روانه وساتي.

دغه وزارت ويلي، سږ کال به د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

د دې وزارت مرستیال عبدالولی حقاني ويلي، چې په ۱۸ میاشتو کې به ۹۰۰ زره ماشومان معافیت ترلاسه کړي؛ ځکه، چې یو اعشاریه ۸ میلیون ماشومان له واکسین پاتې دي. 

دعامي روغتیا وزارت د کتلوي معافیت عمومي امر عبدالحکیم همت ویي؛ شاوخوا دوه میلیون ماشومان له واکسینه پاتې دي او هڅه کوي، چې ټول ماشومان د ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین شي او په ۱۸ میاشتو کې به ۹۰۰ زره ماشومان واکسین شي.

په دې غونډه کې د یونیسف استازي معظم په افغانستان کې د پولیو پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ

نوموړی وایي: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې اوس هم د پولیو پېښې په کې شته؛ نو دا پروګرام د هغو ماشومانو د پاملرنې لپاره یو فرصت دی، چې واکسین شوي ندي او مونږ هڅه کوو، چې د ماشومانو ساتنه وکړو او دا پروګرام په راتلونکي کې تر ټولو غوره کچې ته ورسوو.

د ملي کتلوي معافیت پروګرام د څرګندونو له مخې؛ هر کال له ۴ څخه تر ۵ میلیون ماشومان د دغه پروګرام له اغېزمنتوب څخه ګټه پورته کوي.

Continue Reading

روغتيا

په پروان ولایت کې له ۵۰۰ ډېر کسان پر ناڅرګنده ساري ناروغۍ اخته شوي

د سیمه‌یزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Published

on

د پروان والي ویاند حکمت الله شمیم ​​ويلي، په تېرو ۴ ورځو کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د دره کشفان د اړوند سیمې له ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي پر ناڅرګنده ساري ناروغۍ اخته شوي او دا شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د سیمه‌یزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پروان والي وياند د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د څرګندونو له مخې ويلي، چې پدې ناروغۍ اخته کسان له جسمي کمزورۍ، د عضلاتو د سخت درد، سخت اسهال او سختې تبې سره مخ دي.

حکمت الله شمیم ​​زیاته کړې، چې روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي او له زیانمنو شویو کسانو څخه یې د پایلو د ارزونې لپاره د وینې بېلکې اخیستې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!