تازه خبرونه
د افغانستان پر روانو حالاتو د وزیرانو شورا غونډه تر سره شوه

تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه ترسره او پر اړینو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په څرګنده کړې، چې د لومړي وزیر ملا محمد حسن مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د خپلو اقتصادي فعالیتونو راپورغونډې ته وړاندې کړ.
له عبدالسلام حنفي وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي هم د خپلو بهرنیو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
مجاهد زیاته کړې، چې په دې غونډه کې یوه پلاوي ته سپارښتنه وشوه، چې د نادر پښتون جادې د پلورنځیو د چارو د بیا رغونې او د کانونو د کېندنې چارې وڅیړي او پایله یې لومړي وزیر ته ولیږي.
په دې غونډه کې د لوړو زدکړو وزارت ته هم لارښوونه وشوه، چې د لوړو زدکړو معیاري کولو لپاره هڅې وکړي او همدارنګه خصوصي پوهنتونونه وهڅوي، چې رسمي جواز ترلاسه او خپل فعالیت روان وساتي.
کابینې ټولو اړوند کمیسیونونو ته سپارښتنه کړې، چې د موسسو فعالیتونه وڅېړي او د دغو بنسټونو فعالیتونه باید د هېواد ګټو پر بنسټ وي.