تازه خبرونه

د افغانستان وضعیت د مهاجرت نوی ناورین رامنځته کولی شي – پولنډ

Published

on

(Last Updated On: )

د پولنډ لومړی وزیر ماټیو موراویسکي نن استونیا او لیتوانیا ته ولاړ، چې له خپلو سیالانو سره د سرحدي کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

لومړي وزیر موراویسکي په لیتوانیا کې ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د مهاجرت یو نوي کړکیچ رامنځته کولی شي.

هغه ویلي: زه فکر کوم هغه ناڅاپه پیښې، چې زمونږ تر سترګو تېریږي؛ شونې ده، چې د نورو بدو پېښو لامل شي.

پولنډ او لیټویا په دې اړه له اروپايي ټولنې او ناټو څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د لیټوانیا لومړۍ وزیرې انګریډا سیمونایټ خبریالانو ته ویلي؛ دا زمونږ لپاره خورا مهمه ده، چې له بېلاروس، لیتوانیا، پولنډ او لیټویا سره همغږي شو او داسې پرېکړه وشي، چې په بنسټیز ډول د کډوالۍ روان وضعیت د ځان پر ګټه راوڅرخوو.

په زرګونه مهاجر د بېلاروس او پولنډ له پولو څخه اروپا ته د ننوتلو لپاره ورغلي دي.

پولنډ پر بېلاروس نیوکه کوي، چې په لوی لاس غواړي کډوال د پولنډ پولې ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version