سیمه ییز خبرونه

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.

Published

on

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي په اسلام‌آباد کې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره ولیدل.

محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.

هغه زیاته کړې: “مونږ د سیمې پر وړاندې د مهمو ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل او له هغوی سره د ګډې مقابلې لپاره مو په ګډه ژمنه ټینګار وکړ. د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا له سیمه‌ییز ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینه ده. مونږ د یوې سوله‌ییزې او سوکاله سیمې لپاره د خپلو همکاریو دوام ته سترګې پر لاره یوو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازي محمد صادق تېره اوونۍ په اسلام‌آباد کې د “د خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونه” سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې که د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام ونکړي؛ نو د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.

Trending

Exit mobile version