Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې استازي جاپان ته سفر کړی

خپور شوی

د

د اسلامي همکاریو ټولنه له جاپان غواړي، چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي او له هېواد سره بشري او پراختیايي مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر طارق علي بخت جاپان ته تللی او له افغانستان سره یې د دغه سازمان او جاپان ترمنځ د ګډو اقتصادي او پراختیايي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي ويلي، له جاپاني چارواکو سره یې د یو شمېر سیاسي او بشري مسایلو د حل لپاره او همدارنګه د ملګرو ملتونو پر منځکړیتوب یې  له  جاپان سره د ګډو پراختیايي همکاریو د زمینې پر برابرولو خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د وجهي صندوق مشر جمال الساعاتي پرون په دغه څلور ورځني سفر کې، چې پرون پای ته ورسیده ملتیا کوله.

د اسلامي همکاریو ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارې موندلو هوکړه کړې ده.

د دغو خبرو اصلي موخه په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره د یوې ګډې لارې نقشه جوړول بلل شوي دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په اعلامیه کې رالي؛ په افغانستان کې د بشري مرستو پراخول او د اقتصادي پروژو پراختیا، په افغانستان کې د جاپاني موسسو فعالیتونه، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارو لټون، د یو شمېر سیاسي او بشري حقونو د موضوعاتو لپاره د منلو وړ حل لارو موندل او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ګډې همکارۍ لپاره د زمینې برابرول د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو مهم ټکي وه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي  انکشافي او پراختیايي مرستې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره مهمې ګڼي او ټینګار کوي؛ هر هغه اقدام، چې له نړۍ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي؛ دوی یې هرکلی کوي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پوره خرابېدو د مخنیوي لپاره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل ویلي وه، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لار د انکشافي او پراختیا پروژو پیلول دي.

تازه خبرونه

ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

Published

on

له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال  کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

Published

on

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.

 ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی. 

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن

هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زده‌کړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»

Published

on

احمد الشرع، چې دا مهال د سوریې مشر دی ویلي، چې د دوی او اسلامي امارت تر منځ ډېر توپیرونه شته دي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده. په داسې حال کې، چې په سوریه کې بېلابېل ذهنيتونه شته.
د سوریې واکمن په افغانستان کې د ښځو لپاره شته محدودیتونو ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو ته ورته به په سوریې کې د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه‌نیول شي.

احمد الشرع ویلي: د سوریې او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ ډېر توپیرونه شته؛ زمونږ د حکومت کولو طریقه بېله ده. افغانستان یوه قومي ټولنه ده، چې سوریه ورسره توپیر لري. خلک یې عین فکر نلري. د سوریې حکومت او حاکم نظام به د سوریې له تاریخ او کلتور سره مطابقت ولري.

هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زده‌کړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»

د سوریې واکمن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د الکولي مشروباتو څښل جواز لري وویل: "ډېر شیان شته، چې زه یې د خبرو کولو حق نلرم، چې په اړه یې خبرې وکړم؛ ځکه هغه قانوني مسایل دي."

هغه زیاته کړې، چې د سوریې د اساسي قانون د لیکلو لپاره به د حقوقي کارپوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه شي. دوی به پرېکړه وکړي. هر واکمن یا ولسمشر باید له قانون پیروي وکړي.

اسلامي امارت تر دې دمه د افغانستان په اړه د احمد الشرع د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له درې کلونو راپدېخوا له زده‌کړو بې برخې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!