لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډله تاشکند ته ورسېده
ټاکل شوې د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام د ۲۴ لوبډلو پر ګډون د روانې میاشتې د وږي پر څلیریشتمه / د سپټمبر پر څوارلسمه په تاشکند کې پیل شي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي د شنبې پر ورځ د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېدل.
ټاکل شوې د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام د ۲۴ لوبډلو پر ګډون د روانې میاشتې د وږي پر څلیریشتمه / د سپټمبر پر څوارلسمه په تاشکند کې پیل شي.
آریانا ټلویزیون به دا زړهراکښونکې سیالۍ په ټول افغانستان کې د فوټسال مینهوالو لپاره پر ژوندۍ بڼه خپره کړي.
د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه له انګولا سره پیل کړي .
لوبی
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښهوالي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي – په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.
فوټسال په تېرو څو لسیزو کې له نړیوال شهرته برخمن شوی او د یوې سرچینې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې ۱۲ میلیون لوبغاړي دا لوبه ترسره کوي.
د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښهوالي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي - په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.
دلته هغه څه دي، چې تاسې ورته اړتیا لرئ او باید پرې پوه شئ.
یوه لوبه ۴۰ دقیقې غځیوي. دا په حقیقت کې ۴۰ دقیقې توپ په لوبه کې وي؛ ځکه کله، چې غږ پورته کیږي – کله، چې توپ له ډګره وځي تېروتنه اعلانیږي - وخت ساتونکي ساعت بندوي، چې لوبه بیا پیل شي.
دوه ۲۰ دقیقې نیمه پر ۱۵ دقیقو ځنډ وېشل کیږيي. که د غوراوي پړاو لوبه له ۴۰ دقیقو وروسته مساوي شي؛ د اضافي وخت دوه پېنځه دقیقې دورې به ترسره شي.
لوبډلې
د ازبکستان ۲۰۲۴ لوبډلې ۱۴ لوبغاړي لري. هره لوبډله په یو وخت کې پېنځه لوبغاړي لري؛ څلور ډګرني لوبغاړي او یو ور یا ګول ساتونکی دی؛ خو که ایستل شوي نهوي.
بدیلونه
روزونکي کولی شي لامحدود بدیلونه رامنځته کړي. لوبغاړی څو ځله بدلیدلی شي؛ د لوبغاړي د بدلیدنې لپاره هیڅ محدودیت نشته.
د څلور ثانیې قاعده یا قانون
یو ور ساتونکی باید توپ په خپله نیمه کې له څلور ثانیو ډېر ونه ساتي او باید خوشې یې کړي. که هغه دا کار ونکړي؛ سیالې لوبډلې ته به یوه غیر مستقیمه توپوهنه وبښي. دا توپوهنه د کارنر په ګډون هم باید په څلور ثانیو کې تر سره شي کنه سیاله لوبډله به له غیر مستقیمې ازادې توپوهنه برخمنه شي.
ګول ساتونکي پخپل واک کې لري
یو ځل، چې ورساتونکي په خپله نیمه کې توپ لمس کړ؛ تر هغې، چې سیال د توپ مالکیت ونلري؛ اجازه نه ورکول کیږي، چې بیا په خپله نیمه کې دننه هغه لمس کړي.
توپوهل
هیڅ توپوهنه نشته. کله، چې توپ له کرښې ونهوځي یا کارنر نهوي توپ باید بېرته دننه شي.
راټول شوي فولونه یا تېروتنې
کله، چې یوې لوبډلې په یوه نیمه کې پېنځه تېروتنې یا فولونه کړي وي؛ هر ورپسې فول یا تېروتنه به د دوی سیال ته د دوهیمې پینالټۍ له ځای څخه ( ۱۰ مټرۍ) د سیالې لوبډلې د ور پر لوري پرته له خڼده توپ وهنه تر سره کوي. که تېروتنه یا فول ور یا ګول ته نږدې رامنځته شوې وي؛ کولی شي له همغه ځایه ووهل شي چېرته، چې رامنځته شوې ده. د لومړۍ نیمه تېروتنه یا فول په نیمه لومړۍ کې پاکیږي؛ خو د دوهیمې نیمې تېروتنې یه فول د اړتیا له مخې په اضافي وخت کې ترسره کیږي.
سره کارتونه
لوبغاړي د دوه ژیړو کارتونو یا مستقیم سور کارت له ډګره ایستل کیږي. بیا د دوی لوبډله یوازې له څلور لوبغاړو سره لوبه کوي تر هغې، چې سیال ګول ته ورسیوي یا دوه دقیقې لپاره. که سیال ګول ووهي، یا یو ځل دوه دقیقې پوره شي که نه، یو بدیل لیږل کیدی شي. ایستل شوي لوبغاړي لوبې ته د داخلېدو اجازه اجازه نلري.
چټک ورساتونکي یا ګول کیپران
چټک ورساتونکی هغه وخت وي، چې د ورساتنې لوبغاړی لنډمهاله راودانکي او د ورساتونکي دنده پرغاړه واخلي. دا کار هغه وخت ترسره کېدی شي، چې یوه لوبډله وروسته پاتې وي او هڅه کوي په برید کې له سیالې ډلې مخکې شي. یو چټک ورساتونکی باید تر شا د ورساتونکې جامې پخپل نمبر ولري.
ټایم اوټونه یا وخت تېرونه
هر مشر روزونکي یو ټایم اوټ لري، چې له کبله یې ۶۰ ثانیې لوبه له خپلو لوبغاړو سره د خبرو لپاره درولی شي. یو مشر روزونکی کولی شي یوازې هغه وخت ټایم اوټ اعلان کړي، چې توپ له لوبې ووځي او لوبډله یې بیا پیل کړي. په اضافي وخت کې ټایم اوټ نه وي.
د پینالټۍ وهل
که د ناک آوټ پړاو لوبه د اضافي وخت وروسته مساوي شي؛ د پینالټي وهل پایله ټاکي. هره هغه لوبډله، چې وروسته له پېنځه پینالټۍ مخکښه شي؛ ډګر ته ځي. که له پېنځه پینالټۍ وروسته بیا هم لوبډلې مساوي شي کچه وي، ناڅاپي مرګ به رامنځته شي. هغه لوبغاړي، چې ټپي شوي یا له لوبې څخه وتلي وي د پینالټۍ اجازه نلري.
لوبغاړي اجازه لري، چې د پینالټۍ په بهیر کې د ورساتونکي دنده تر سره کړي. لوبډلو ته اجازه ورکول کیږي، چې د پینالټۍ پرمهال خپل ورساتونکي بدل کړي.
لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
نن یکشنبه په ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ترسره شوه او افغان لوبډلې ۶ پر ۴ انګولا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
د لوبې غوره لوبغاړی اکبر کاظمي وټاکل شو، چې ۱۱ ځله یې ګول وهنې ته هڅه وکړه.
راتلونکې چارشنبه افغانستان د ۲۰۱۶ ز. کال د اتلولۍ له ګټونکي ارجنټاین سره مخ کیږي. انګولا هم ډګر ته د بېرته راګرځېدنې لپاره له اوکراین سره لوبیږي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د آریانا ټلویزیون له لارې دا زړهراکښونکې سیالۍ وګوري؛ ځکه، چې آریانا ټلویزیوني شبکه (ATN) په افغانستان کې دا سیالۍ رسمي او قانوني خپروي.
لوبی
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
دا لوبه نن مازیګر پر ۴:۳۰ پیلیږي او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
افغانستان د سپټمبر پر پېنځلسمه په ازبکستان کې د فوټبال نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له انګولا سره مخ کیږي.
دا لوبه نن مازیګر پر ۴:۳۰ پیلیږي او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د لوبې لوبغاړو تېره اوونۍ روزنیزې هڅې وکړې؛ خپلو سیالیو ته یې چمتووالی ونیوه او د شنبې پر ورځ یې وویل، چې د روان کال په فوټسال نړیوال جام کې د لوبې د پیلولو لپاره پوره چمتووالي لري.
د نړیوال جام سیالۍ د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر څوارلسمه په ازبکستان کې پیل شوې.
په دغو سياليو کې ٢٤ لوبډلې برخه لري، چې افغانستان، تاجکستان، نيوزيلینډ او فرانسه خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي او پرتګال به له هغې اتلولۍ دفاع کوي، چې درې کاله مخکې يې په ليتوانيا کې ترلاسه کړې وه.
د مرکزي آسیا د فیفا لومړۍ سیالۍ د سپټمبر پر څوارلسمه په بخارا او پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې. د اندیجان ختیځ ښار به د ۲۴ لوبډلو د سیالۍ لپاره ځایونه بشپړ کړي.
د ۲۰۲۴ ز.کال به د فیفا د فوټسال نړیوال جام په تاریخ کې لسم پړاو وي، چې د اکتوبر تر شپږمې به روانې وي.
د ازبکستان له څلور پخوانيو اتلانو؛ ارجنټاین، برازیل، پرتګال او اسپانیه او څلور لومړي لوبغاړي: افغانستان، فرانسه، نیوزیلینډ او تاجکستان به په دې سیالیو کې ګډون وکړي.
انګولا، کوسټاریکا، کروشیا، کیوبا، ګواتیمالا، ایران، قزاقستان، لیبیا، مراکش، ندرلینډ، پاناما، پاراګوای، تایلینډ، اوکراین او وینزویلا د ۱۲۱ لوبډلو د غوراوي پړاو پر بریالیتوب له بشپړولو وروسته دې پړاو ته رسیږي.
-
نړۍ5 days ago
د امریکا او بریټانیا بهرنیو چارو وزیران کیف ته رسېدلي
-
لوبی5 days ago
په هند کې د باران له کبله بیا هم د افغانستان او نیوزیلینډ ټسټ لوبه ونشوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د ګوزڼ واکسين پر مهال دوه کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې د ډاډ وړ دي
-
لوبی2 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه17 hours ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
پر توشیح شويو تقنيني اسنادو نیوکه کوونکی له شرعي چلند سره مخ کېږي