لوبی

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو پچه اچونه تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو د غوراوي سیالیو د پچې اچونې مراسم د سې شنبې پر شپه ( د سلواغې ۱۸ ) د افغانستان فوتبال فدراسیون د مسوولینو په ګډون ترسره شول.

په دې سیالیو کې به ۱۰ لاندې لوبډلې ګډون ولري:

  • سعادت ‌نیمروز
  • زیتون‌ کابل
  • ظاهر اسد ‌کابل
  • سرپل ‌باستان
  • اتحاد‌‌ هرات
  • جوانان خراسان بغلان
  • عصر جدید‌ غزنی
  • پیروزي ‌پنجشیر
  • صداقت کابل او شمس هرت به د لیګ سیستم له مخې یو له بل سره سیالي کوي.

باید وویل شي، چې په ۲۰۲۰ ز. کال کې د افغانستان فوتسال غوره لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې اتحاد لوبډلې وکولی شول اتلولي خپله کړي او په دې پړاو سیالیو کې به د دفاعي اتلې په توګه راڅرګند شي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د څرګندونو له مخې، دغه سیالۍ به د روان لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر ۲۶ نېټه د سعادت نیمروز او زیتون کابل لوبډلو په ګډون د افغانستان فوتبال فدراسيون په جمنازيوم کې پرانېستل شي او په راتلونکي کې به هره ورځ دوه سیالۍ ترسره کیږي.

د دغو مراسمو په پرانسته کې د افغانستان فوتبال فدراسیون سترسلاکار دین محمد ساپي ویلي: په هېواد کې له وروستيو پرمختګونو وروسته اسلامي امارت د افغانستان فوتبال لپاره بشپړ امتیازات ورکړي دي او دا لوبې یې ملي کړې.

نوموړي د افغانستان فوتسال غوره لیګ د لومړي پړاو د خپرولو له کبله له آریانا تلویزیون هم مننه وکړه.

دغه راز د آریانا تلویزیون مرستیال شاهپور ارمغان ويلي، د خوښۍ ځای دی، چې نن شپه د آریانا رادیو او تلویزیون نړیواله شبکه له افغانستان فوتبال فدراسیون سره په نږدې همکارۍ کې د افغانستان فوتسال دوه‌یم پړاو پیلوي.

شاهپورارمغان زیاته کړې: لکه څنګه، چې پوهېږئ؛ آریانا تلویزیون او افغان بېسیم مخابراتي شرکت د هېواد د ورزشي ټولنې تر څنګ ولاړ دي او له ورزشي پروګرامونو یې نه یوازې ملاتړ کړی، بلکې د دوستانه لوبو په برخه کې مرسته هم کړې ده.

همدارنګه به د افغانستان فوتسال غوره لیګ دوه‌یم پړاو هم پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

د آریانا تلویزیون د خرڅلاو د برخې مدیر لطف‌الله ستانکزی وايي: مونږ ډاډ ورکوو، چې ټول لیدونکي نه یوازې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې، بلکې له افغانستان څخه بهر هم زمونږ خلک وکولی شي اړوند سیالۍ پر ښه کیفیت له تلویزیون، ستلایت او دیجیتل له لارې وګوري.

د لطف‌الله ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ سپورت د آریانا تلویزیون لومړیتوب دی او سږ کال به د افغانستان د خلکو لپاره ښه سپورتي پروګرامونه خپاره کړي، چې پیل یې د فوتسال غوره لیګه وشو.

Trending

Exit mobile version