لوبی

د افغانستان فوتبال لوبډله راتلونکي آسیا جام ته له لار موندنې بې برخې شوه

Published

on

(Last Updated On: )

 

د افغانستان فوټبال لوبډلې د هند پر وړاندې په مهمه لوبه کې خپله ماته ومنله او د ۲۰۲۳ آسیا ملتونو جام ته له لار موندنې بې برخې پاتې شوه.

افغان فوټبال لوبډلې د آسیا ملتونو جام ته د غوراوي په دې لوبه کې له هنده ۱-۲ ماتې وخوړه.

د هند په کلکته ښار کې لږ تر لږه ۵۰ زره نندارچیانو د دغو درې ګولونو د ترسره کولو بهیر له نږدې ولیده.

د لوبې په ۸۶ دقیقه کې هندي سنیل چیهتري لومړی ګول ترسره کړ؛ خو دوه دقیقې وروسته افغان زبیر امیري د سیالې ډلې سره لوبه مساوي کړه، چې بیا په وروستیو نږدې لس دقیقو کې هندي لوبغاړي ساحل صمد وروستی ګول وواهه او هند د لوبې ګټونکی وپېژندل شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون رسنیو ته ویلي، چې د هند  پر وړاندې له دې ماتې وروسته مونږ د آسیا ملتونو جام ته له لار موندنې بې برخې شو.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د چارشنبې پر ورځ له هانګ کانګ څخه هم په ۲-۰ ماتې منلې وه.

Trending

Exit mobile version