تازه خبرونه

د افغانستان غالۍ پر پاکستاني نوم په نړیوالو بازارونو کې پلورل کیږي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د غالیو تولیدونکي وایي، چې د مارکیټ او پروسس د نشتوالي له کبله؛ د افغانستان غالۍ د پاکستان په ایالتونو کې پروسس کیږي او له هماغه ځایه پر پاکستاني نوم اروپا او امریکا ته صادریږي.

د غالیو صنعت ته د نه پاملرنې له کبله په وروستیو څو کلونو کې د غالیو صادرات لږ شوي؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان غالۍ له اوبدلو وروسته د مینځلو او پروسس لپاره پاکستان ته لېږدول کیږي.

د غالیو د تولیدي شرکت مشر غلام علي میرزایي وایي: د غالیو د تولیدونکیو لپاره د اندېښنې وړ مسئله دا ده، چې د افغانستان غالۍ په نړیوالو بازارونو کې د پاکستان پر نوم پلورل کیږي؛ ځکه، چې د غالیو د پروسس امکان په افغانستان کې نشته او له همدې کبله پاکستان د افغانستان غالۍ په نړیوالو بازارونو کې پر خپل نوم پلوري.

د غالیو د کارخونې مدیر محمد قسیم احمدي وایي: د افغانستان د غالیو بازار په دې ورځو کې بې خونده شوی او که حالت داسې دوام وکړي، په هېواد کې د غالیو د کارخونو د سقوط احتمال شته.

غالی اوبدونکی نجف علي معراجي له مسوولینو غواړي، چې د غالیو د تولید د پراختیا لپاره له دې صنعته ملاتړ وکړي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان غالۍ خپل ځانګړی رنګ او طرحه لري، چې د سرو زرو باز مډال یې ګټلی؛ نو، ځکه د رنګ او خپلو ځانګړتیاوو له امله یې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

Trending

Exit mobile version