تازه خبرونه

د افغانستان علومو اکادمۍ ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان علومو اکادمۍ چارواکو څرګنده کړې، چې دې بنسټ په بېلابېلو څانګو کې ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي.

د افغانستان علومو اکادمۍ مرستیال امیرجان ثاقب د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۱۶ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي، چې په هېواد کې د بېلابېلو علومو په اړه څېړنې او د علمي وړتیاوو لوړول د دې بنسټ اړین مسووليتونه دي؛ خو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله دغه رياست نهشي کولى، چې له نړيوالو معيارونو سره ځان برابر کړي.

امیرجان ثاقب ویلي: مونږ ټول پوهیږو، چې اقتصادي ستونزې شته. زمونږ ځینې ادارې اوس هم له نړۍ سره سیالي نهشي کولی؛ ځکه، چې پوره مالي اسانتیاوې نهلري، خو له معنوي پلوه د خپلو ګاونډیانو پر پرتله مو له لږو اسانتیاوو سره ډېر کار کړی دی.

دغه بنسټ سږ کال پر ۱۶۷ علمي څېړنیزو پروژو کارکوي او په بېلابېلو علمي څېړنیزو څانګو کې یې ۳۳ کتابونه او ۲۰۰ علمي مقالې خپرې کړې دي.

د علومو اکادمۍ علمي سکرتر رفیع الله نیازي ویلي، د معاصرې اسلامي بانکدارۍ لپاره یوه نوې لایحه وړاندیز شوې او بریالي شوي، چې د علومو اکادمۍ په جوړښت کې د ژباړې مرکز جوړ کړي.

علومو اکادمي له درې لویو څانګو څخه جوړه ده، چې په کې بشري علوم، طبیعي علوم او اسلامي علوم شامل دي. د دې رياست د تاسيساتو شمېر ۵۲۱ ته رسېږي، چې ۳۰۴ يې علمي او پاتې نور يې اداري دي.

 

Trending

Exit mobile version