تازه خبرونه

د افغانستان سفارت په اسلام‌آباد کې د افغانانو د جبري ایستلو له امله پر پاکستان نیوکه وکړه

د افغانستان سفارت زیاته کړې: لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په دې وروستیو کې د اسلام‌آباد او راولپنډۍ میشتي افغانان نیول شوي؛ د پولیسو لخوا تلاشي شوي او له دې ښارونو څخه د پاکستان نورو برخو ته اړ او کډه شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د نننۍ (چارشنبه د کب لومړۍ) خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان سفارت  له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي دي.

د افغانستان سفارت زیاته کړې: لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په دې وروستیو کې د اسلام‌آباد او راولپنډۍ میشتي افغانان نیول شوي؛ د پولیسو لخوا تلاشي شوي او له دې ښارونو څخه د پاکستان نورو برخو ته اړ او کډه شوي دي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت تر اوسه د دې پروسې په اړه کوم رسمي یا لیکلي معلومات ندي ترلاسه کړي او دا بهیر نا اعلان شوي پیل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پدې اړه د افغانستان سفارت له اړوند پاکستانيو ادارو او چارواکو سره څو غونډې وکړې، چې د دې موضوع په اړه اړین وضاحت ترلاسه کړي. که دا اقدام په انفرادي ډول ترسره شي؛ نو باید مخنیوی یې وشي او که دا یوه رسمي پالیسي وي، نو باید په عامه توګه اعلان شي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) سره په ترسره شویو غونډو کې دا څرګنده شوه، چې دا اداره هم له اوسني وضعیت څخه بې خبره وه.

سفارت زیاته کړې؛ په پای کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو تائید کړه، چې په نږدې راتلونکي کې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ او همدارنګه له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان وروستی او قطعي دی.

سفارت وایي؛ دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده، چې له دې وروسته یوازې قانوني او ویزه لرونکي افغانان کولی شي؛ په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې ژوند وکړي.

پاکستانيو چارواکو څرګنده کړې؛ حکومت پرېکړه کړې، چې ټول افغان کډوال، د ACC او PoR کارت لرونکي سمدلاسه له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه وباسي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارواکو له پاکستانيو چارواکو او نړیوالو ټولنو سره په خپلو غونډو کې د ټولو افغان کډوالو د شړلو او په دې برخه کې د پاکستان د یو اړخیزې پرېکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان سفارت پدې موضوع له کابل سره خبرې کړې دي، چې زمونږ د هېوادوالو د باعزته ستنولو او په دې برخه کې د ننګونو په اړه اړینې څېړنې ترسره شي.”

دغه راز د مهاجرت نړیوالې ټولنې ویلي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر پایه پورې، له ۱۸ زره څخه ډېر افغانان د پاکستان له اسلام‌آباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې(IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې څرګنده شوې؛ یوازې د جنورۍ په دوه‌یمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version