Connect with us

لوبی

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا اتلولي خپله کړه

دغه سيالۍ د شپږ هېوادونو په ګډون په تاجکستان کې ترسره شوې دي

خپور شوی

د

لوبی

په هند کې د باران له کبله بیا هم د افغانستان او نیوزیلینډ ټسټ لوبه ونشوه

باران په سیمه کې له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا روان دی او د پنجشنبې پر ورځ هم لوبڅاري په شهید ویجی سینګهـ پاټیک سپورټي لوبغالي کې له ورته برخلیک سره مخ شول.

Published

on

د افغانستان او نیوزیلینډ یوازنۍ ټیسټ لوبه د هند د ګریټر نویډا په لوبغالي کې د باران له کبله پر څلورمه پرله‌پسې ورځ هم پرته له توپوهنې لغو شوه.

باران په سیمه کې له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا روان دی او د پنجشنبې پر ورځ هم لوبڅاري په شهید ویجی سینګهـ پاټیک سپورټي لوبغالي کې له ورته برخلیک سره مخ شول.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوونۍ په پاتې نورو ورځو کې هم د باران اټکل شوی؛ شونې ده، چې دا به اتمه ټیسټ وي، چې پرته له توپ‌اچونې پرېښودل کیږي.

دا لومړۍ ټسټ لوبه ده، چې په دې ځای کې ترسره کېده. هند د افغانستان د ۱۱ محدودو اورونو د سیالیو کوربتوب کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي؛ دوی په هند کې د دوه نورو ځایونو پر پرتله ګریټر نویډا غوره کړی؛ ځکه ډیلي ته نږدې دی، چې تګ راتګ یې اسانه کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) ته د لوبې لوبڅار جواګال سریناتھ راپور به دا وښیي، چې آیا دا ځای به د اداره کوونکې ادارې لخوا له بندیز سره مخ شي او که نه.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته ازبکستان بشپړ چمتووالی نیولی

دا سپورتي سیالۍ په خپل ذات کې تاریخي دي؛ ځکه دا لومړی ځل دی، چې د فوټسال نړیوال جام په منځنۍ آسیا کې ترسره کیږي.

Published

on

د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام پیل ته یوازې درې ورځې پاتې دي؛ کوربه هېواد ازبکستان چمتو دی، چې راتلونکیو نسلونو ته هغه څه پر میراث پرېږدي، چې تمه ترې کیږي.

دا سپورتي سیالۍ په خپل ذات کې تاریخي دي؛ ځکه دا لومړی ځل دی، چې د فوټسال نړیوال جام په منځنۍ آسیا کې ترسره کیږي.

د ازبکستان فوټبال فډراسیون ( یوفا ) مشر محمد سادیک اخونوف تېره اوونۍ ویلي وه، چې هېواد یې د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ويلي: ازبکستان د فوټسال ډګرونو او پرمختللیو ښوونيزو تاسيساتو په ګډون د خپلو سپورټي بېخبناوو په عصري کولو او پراخولو کې پانګونه کړې ده. دا پانګه اچونه به دا ډاډ رامنځته کړي، چې هېواد د فیفا فوټسال نړیوال جام کوربتوب ته چمتو دی او له سیالیو وروسته به د سپورټ د پرمختګ لپاره پرله‌پسې ملاتړ چمتو کړي.

هغه زیاته کړې: د ازبکستان فوټبال فډراسیون په پام کې لري، چې دا تاسیسات خوندي او د راتلونکیو سیالیو او روزنیزو موخو لپاره یې وکاروي.

د فوټسال نړیوال جام د روانې میاشتې پر څوارلسمه پیلېږي او د اکتوبر پر شپږمه پای ته رسېږي.

اوس هم یو تخنیکي مرکز شته، چې کولی شي د لوبو کوربتوب وکړي او ځوانې لوبډلې ځای پر ځای کړي. په دغه مرکز کې د لوبغاړو لپاره د نظري غونډو لپاره هم اسانتیاوې شته.

دا د راتلونکیو نسلونو لپاره میراث دی، چې فیفا او یوفا سره یوځای شوي او فوټسال به هم ترې ګټه پورته کړي.

د ازبکستان فوټبال فډراسیون مشر زیاته کړې: یوفا نیت لري، چې د فوټسال پرمختللې بېخبنا پر میراث پریږدي؛ د خلکو ګډون زیات او د دې سپورټ په اړه پوهاوی زیات کړي. د فوټسال نړیوال جام په کوربتوب، یوفا هیله لري، چې د فوټسال د ودې لپاره یو پیاوړی چوکاټ رامنځته او ډاډ ترلاسه کړي، چې دا د راتلونکیو کلونو لپاره په ازبکستان کې یو مهم سپورټ پاتې کیږي.

هغه د خپل هېواد د لوبډلې په اړه ویلي، مونږ غواړو، چې په سیالیو کې د امکان تر حده مخته ولاړ شو؛ هیله لرو، چې په نړۍ کې د ازبکستان استعداد څرګند کړو، د فوټسال لوبې ته په کور دننه وده ورکړو او د راتلونکي نسل لوبغاړي وهڅوو.

هغه وایي: د فوټسال نړيوال جام کوربتوب د دې لوبې د وقار د لوړولو او د مهمو نړيوالو سياليو په تنظيمولو کې د ازبکستان د وړتياوو د ښودلو فرصت برابروي.

په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام په لسم پړاو کې به ۲۴ لوبډلې برخه واخلي، چې افغانستان، تاجکستان، نیوزیلینډ او فرانسه به خپله لومړۍ لوبه کوي او پرتګال به له هغې اتلولۍ دفاع کوي، چې درې کاله مخکې یې په لیتوانیا کې ګټلې وه.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي، چې دا مهال په تاشکند کې دي، خپله لومړۍ لوبه به د سپټمبر پر پېنځلسمه د یکشنبې پر ورځ له انګولا سره تر سره کړي.

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د دغو زړه‌راکښونکیوسیالیو د ژوندۍ خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړی دی. له همدې کبله به د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال دا سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او نیوزیلینډ ټسټ لوبه بیا هم د باران له کبله ونشوه

د دغو لوبډلو تر منځ یوازنۍ ټیسټ لوبه، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې پر ورځ په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې پرته له دې، چې پیل شي پرله‌پسې وځنډېده.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ له ډیلي څخه د باندې د درېیم ځل لپاره د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ یوازنۍ ټسټ لوبه د پرله پسې باران له کبله لغو شوه.

د دغو لوبډلو تر منځ یوازنۍ ټیسټ لوبه، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې پر ورځ په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې پرته له دې، چې پیل شي پرله‌پسې وځنډېده.

په لومړیو دوه ورځو کې د لوبې امکان نه‌و او د پایلې په اړه هم څه ویل کېدی نشي.

د سې شنبې پر شپه او بله د چارشنبې پر سهار له باران وروسته، لوبڅارو شرفوډولا او کومار دارماسنا د سهار پر ۹:۳۰ لوبه لغو کړه؛ ځکه، چې هوا په ټولو راتلونکیو پېنځه ورځو کې ښه نده.

د ځای په ټاکلو او له خرابې هوا څخه د وتلو د وړتیا په اړه نیوکې کیږي؛ خو د افغانستان کرکټ بورډ مشر منهاج الدین راز د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې هیچا ته د ملامتۍ ګوته نه نیول کیږي؛ دا یوازې بد بخت دی.

دا له ۲۰۱۷ کال راپدېخوا د افغانستان یوازې لسمه ټسټ لوبه ده.

چارواکي وايي، چې دوی به د پنجشنبې پر سهار یو ځل بیا د لوبغالي ارزونه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!