تازه خبرونه

د افغانستان د سولې په بهیر کې د م.م فشار راوړلو ته اړتیا ده

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نن (دوشنبه د لړم ۲۷) د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په افغانستان کې د جګړې پر دواړو خواوو د فشار راوړلو غوښتنه کړې، چې تاوتریخوالی کم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درندې نښتې روانې دي او طالبان د ولسوالۍ د نیولو هڅې کوي. تر دې دمه په دې نښتو کې درې امنیتي سرتېري او اته طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي: د سولې خبرو د غزولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د یوه جوړښت لخوا تضمین واخیستل شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، په دې اړه د حکومت د خپلمنځي خبرو د پلاوي لخوا طالبانو ته نوې وړاندیزونه شوي، چې د سولې خبرو په اړه په ټپه ولاړ حالت مات کړي.

هغه زیاته کړې؛ د اړوند بهیر په اوسني حالت کې یو د یو آسانچاري هڅې ته اړتیا ده، چې منځګړیتوب وکړي.

امنیتي چارواکي هم مني، چې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي ویلي: طالبانو د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه وکړی جګړه یې روانه ساتلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د وروستيو معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۰ کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې له ۷۶۰۰ څخه ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version