تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو ډلو په دوحه کې وکتل

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د سولې خبرو حکومتي او طالب پلاویو ویلي، چې تېره ورځ / جمعه د غویی ۲۴ /  یې په دوحه کې د اړوند خبرو د ګړندي کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

جمهوريت پلوي پلاوي ویلي؛ دواړو لوریو د هېواد پر اوسني وضعیت او په دوحه کې د سولې د خبرو پر ګړندي کولو بحث او خبرې وکړې او له کوچني اختر وروسته یې د خبرو پر دوام ټینګار څرګند کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د خبرو پلاوي غړي محمد نعیم ویلي، چې د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له اختر وروسته به خبرو ته دوام ورکوي.

نعیم ویلي، پر اختر مبارکیو سربېره په دې ناسته کې د هېواد پر اوسني وضعیت او د خپلمنځي خبرو ګړندي کولو بحث او خبرې شوې او دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې خبرې به له اختر وروسته بیا بیل کړي.

دواړه خواوې د بین الافغانی خبرو پر دوام ټینګار کوي؛ خو له دې مخکې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د پر ځنډ وتلو ته په نغوته کې ویلي وه، د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو به د استانبول په ناسته کې ګډون ونکړي.

له دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي؛ د ځواکونو وتلو بهیر له می میاشتې پیل شوی او د سپتمبر پر ۱۱ به بشپړ شي او د سولې په خبرو کې پرمختګ ورته لومړیتوب لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې مخکې ویلي وه، چې طالبان او حکومت به وهڅول شي، چې په افغانستان کې د سولې او بیا رغونې ډاډ ورکړي.

Trending

Exit mobile version