تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت د اوربند پر درېیمه ورځ د څو پېښو له رامنځته کیدو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان دفاع وزارت د اوربند پر درېیمه ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له نښتو او جګړو خبر ور کوي او وایي، چې په اړه  یې څېړنې روانې دي.

د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درې ورځنی اوربند نن بشپړ شو؛ خو د غزیدو په اړه یې تر دې دمه څه ویل شوي ندي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوربند ته ژمن دي او د افغانستان خلک له طالبانو څخه هم ورته تمه لري. په څو ولایتونو کې څو محدودې پېښې شوي او مونږ به دا امنیتې پښښې و ارزوو.

هېوادوالو له ښکېلو لوریو غوښتي، چې اوربند دې وغزوي، چې د سولې خبرې پیل شي.

د کابل اوسیدونکي دل اغا ویلي: جنګ، کرکه، وحشت او چغې نورې بس دي مونږ تلپاتې اوربند غواړو. نور؛ نو خلک له جګړې ستړي شوي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له دواړو لوریو غواړي، چې اوربند نور هم وغزوي.

دغه ماموریت ویلي: مونږ د تاوتریخوالي د دوامداره کمولو او سولې خبرو د پيل غوښتونکي یو، چې په پای کې افغانان تلپاتې سولې ته ورسیږي، مونږ د افغانستان د امنیتي ځواکونو هڅې ستایو او دغه ماموریت د اوربند لپاره زمینه برابره کړې ده.

طالبانو او حکومت تر دې دمه د اوربند د غزولو په اړه څه ندي ویلي؛ خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، چې دا یوازې د اختر د ورځو لپاره و او له اختر وروسته به بیا جګړه پیل شي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو او حکومت تر منځ دا درېیم رسمي اوربند دی. په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسلیک په اوونۍ کې هم د تاوتریخوالي کچه د پام وړ ټیټه شوې وه.

Trending

Exit mobile version