تازه خبرونه

د افغانستان خلک دې له حکومت ملاتړ وکړي ـ لومړی وزیر

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامی امارت لومړی وزیر په خپل لومړي پیغام کې د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې له حکومت ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند د شنبې پر ورځ (د لیندۍ ۶) د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته خپل لومړنی یو نیم ساعته غږیز پیغام وړاندې کړ.

هغه افغان ولس ته وویل: په افغانستان کې اسلامي امارت د بېکارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت لامل نه دی، دا ټولې ستونزې له تېر حکومته پاتې دي.

په دې پیغام کې د اسلامی امارت لومړي وزیر د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې د اسلامی امارت له حکومت سره مرسته وکړی، چې خپلې ژمنې ترسره کړي.

اومړي وزیر ومنله، چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې شته؛ خو وايي، چې د اسلامي امارت د حکومت لخوا د خلکو د رزق ژمنه نده شوې، دا رزق د الله پاک له لوري دى او خپل بندګان امتحانوي.

هغه زیاتوي: پخوا به خلکو د شپې او ورځې تېرولو ځاى نه و؛ خو اوس داسې فضا ده، چې په هر ځاى کې امنيت دى.

ښاغلي حسن اخوند د اسلامي امارت افرادو او ځواکونو ته په خطاب کې وویل: زه په ټولو خلکو او مجاهدینو غږ کوم، چې د دې اسلامي نظام په جوړولو او ثبات کې سره څنګ تر څنګ ودریږي او د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي. مونږ شپه او ورځ کار کوو، چې د خلکو ستونزې له خپلې انساني ډېره هڅه کوو. مونږ د چارو د انسجام لپاره بېلابېل کمیسیونونه او کمېټې جوړې کړي، چې ټول کار کوي.

هغه ټینګار کړی: هغه خلک، چې د خلکو کورونو ته ننوځي؛ مجاهدین نه دي، وسله وال غله دي، چې د مجاهدینو جامې یې اغوستې او ناوړه کارونه کوي.

ملا حسن اخوند څرګنده کړې: ټولو واليانو، قومندانانو او مسوولینو ته په کلکه لارښوونه کیږي، چې خپلې دروازې د خلکو پر مخ خلاصې کړي، که نه نو د خدای د رحمت دروازې به مو پر مخ وتړل شي.

هغه د اسلامي امارت د حکومت پر هراړخیزوالي هم ټینګار وکړ.

د اسلامی امارت لومړی وزیر د حکومت پر جوړښت نیوکې رد کړې او وایي، چې د اسلامي امارت حکومت “ټولشموله” دی او د ټولو طبقو حقوق په کې تضمین شوي دي.

هغه وویل، «د نظام د ادغام پرېکړه باید د خلکو له خوا وشي.

هغه وپوښتل: آیا تېر حکومت یو ټولشموله سیسټم رامنځته کړی و، چې په کې دوه څانګې په یوه ځای کې کار کاوه او هر یو یې خپل ملاتړي لرل؟ چې په ښکاره د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک د وېش بهیر ته نغوته ده.

هغه دا هم ویلي، چې په اوسني نظام کې، هر ملت او طبقه خپل ځان لیدلی شي.

د اسلامي امارت لومړی وزیر وایي، چې «اسلامی امارت د ښځو حقوق تضمین کړی دی» تعلیم د نرینه وو او ښځینه وو دواړو لپاره اجباري دی. مونږ هیله لرو، چې ټولې ښځې زدکړو ته لاسرسی ولري.

ملا حسن اخند ټینګار کړی، چې اسلامي امارت ښځو ته حقوق، کرامت او عفت ورکړی دی.

هغه ګاونډ هېوادونو ته په وینا کې وويل: مونږ پخوا هم خپلو ګاونډيانو ته ويلي او اوس هم ورته وايو، چې مونږ به تاسې ته زيان ونه رسوو.

هغه زیاته کړه، چې مونږ د خپل هېواد د بیارغونې په اړه فکر کوو؛ مونږ د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې سياست نلرو.

Trending

Exit mobile version