تازه خبرونه
د افغانستان حکومت د برښنا څلور بادي او لمریزې پروژې تصویب کړې

د افغانستان د اقتصاد عالی شورا په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې د برښنا څلور بادي او لمریزې پروژې تصویب کړې دي.
د مالیې وزارت د عامه خصوصي شرکتونو د پالیسۍ مشره لیمه خرم وايي، پر دغو پروژو ۱۶۰ میلیون دالر لګښت راځي.
نوموړې څرګنده کړې: په هرات کې یوه د بادي برښنا پروژه ده، چې ۲۵ میګاواته، بله هم د لمریزې برښنا پروژه ده، چې ۲۵ میګاواته وړتیا لري. دغه راز په مزارشریف کې د ۴۰ میګاواته لمریزې برښنا پروژه ده او دغه راز د کابل ولایت په نغلو کې د اوبو پر سر د شل میګاواته لمریزې برښنا تختې نصبېږي.
دا پروژې د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د عامه – خصوصي مشارکت یوه برخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د افغانستان د حکومت او اماراتي شرکت ترمنځ په افغانستان کې د ۳۰۰۰ میګاواته لمریزې بریښنا د تولید تړون لاسلیک شوی دی.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې په دې پروژه کې پانګونه او وخت او د لمریزېي برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري. افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري
افغانستان دا مهال د کورونو روښانه کولو او اقتصادي پیاوړتیا ته ۲۰۰۰ میګا واته برښنا ته اړتیا لري، چې په دې برخو د ګاونډ هېوادونو څخه پر وارداتي برښنا خورا ډېر تکیه کوي.