لوبی
د افغانستان تکواندو لوبډلې د توکیو المپیک سیالیو ته لار موندلې

(Last Updated On: )
د هېواد د تکواندو شپږ کسیزه لوبډله نن (سې شنبه د سلواغې ۲۱) د توکیو المپیک سیالیو ته د چمتووالي لپاره ازبکستان ته ولاړه.
ټاکل شوې، چې دغه لوبډله په ازبکستان کې له ۱۵ ورځني چمتووالي وروسته په آسیايي المپیک سیالیو کې، چې تر درې میاشتو پورې به د اردن پر کوربتوب ترسره شي؛ ګډون وکړي.
دغه څلور هلکان او دوه نجونې به په ازبکستان کې د توکیو المپیک سیالیو ته ډاډمن چمتووالي ونیسي.
دغه لوبډله وايي، چې مونږ په ازبکستان کې د المپیک سیالیو ته چمتووالی نیسو او غواړو هېواد ته له ویاړونو سره راستانه شو.
د ټوکیو المپیک سیالۍ به په نږدې ۶ میاشتو کې تر سره شي.
د ۲۰۲۰ المپیک سیالۍ د کرونا ویروس له کبله ځنډول شوې وې.اوس ټاکل شوې، چې سږکال به ترسره شي.