تازه خبرونه

د افغانستان بېوسه کول د نړۍ په ګټه ندي

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي؛ د افغانستان بېوسه کول د نړۍ په ګټه ندي او نړۍ بايد له افغانستان سره د مثبت تعامل لاره خپله کړي.

امیرخان متقي د سې شنبې پر ورځ ( د لړم لسمه) د استخباراتو د عمومي ریاست د ځانګړیو ځواکونو د یونیفورم د مخکتنې د مراسمو پر مهال څرګنده، چې د افغانستان پر وړاندې د نړۍ هڅې ناکامې شوي او اوس د دې وخت راغلی، چې نړۍ له افغانستان سره د مثبت تعامل لار خپله کړي.

امیر خان متقي د ملي امنیت عمومي ریاست د یونیفورم د مخکتنې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: اوسمهال نظم شته، اداره منظمه ده او خلک خوشاله دي؛ له دې باید هرکلی وشي او نړۍ دې له افغانستان سره مثبت تعامل رامنځته کړي.

مولوي متقي زیاته کړې؛ له افغانستان څخه بهر د ائتلافونو او ګوندونو د جوړولو په غبرګون کې وویل، چې د لږو پیسو په بدل کې باید غلامان نشي او په خپل هېواد کې د عزت ژوند غوره کړي.

 

د استخباراتو عمومي رييس هم په دې مخکتنه کې په ډاګه کړې، چې د دغه رياست د ځواکونو نوی يونيفورم پدې بڼه خوښ شوى، چې ښاریان یې له ليدو د امنيت احساس وکړي.

له بل لوري؛ د د ریاست الوزرا دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي له امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونو وغوښتل، چې د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو لپاره دې همږي، یووالي او ورورولي خوندي وساتي.

Trending

Exit mobile version