تازه خبرونه
د افغانستان بنسټیزه اړتیا نغدې پیسې دي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) مشر پیټر مایرر اسوشیټیډ پرس ته څرګنده کړې، چې د افغانستان اصلي ستونزه لوږه نه، بلکې د وته ییزو او اقتصادي بندیزونو له کبله د پیسو کمښت دی.
د پنجشنبې پر ورځ په دوبۍ کې له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې مایرر ویلي، چې افغانستان له یو مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخکېدونکی دی او یو شمېر مرستندویه ټولنې د ډاکټرانو، نرسانو او نورو معاشونو د ورکولو هڅه کوي؛ خو اوسمهال بانکي حسابونو ته د معاشونو لیږدولو کومه لاره نشته.
د نوموړي له څرګندونو مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ویلي وه، چې افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی او وټه ییز سقوط به یې د افراطیت او تروریزم خطر نور هم ډېر کړي.
د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ آی سي آرسي په لنډمهاله توګه افغانستان ته نغد ډالر پر افغانیو بدلوي، چې خپلو سیمه ییزو کارمندانو ته معاشونه ورکړي.
آی سي آرسي کمېټه توانیدلې، چې د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څارنې له ادارې او اسلامي امارت سره د همغږۍ له مخې افغانستان ته د ډالرو پر رالېږدولو بریالۍ شوې او غواړي خپلو سیمه ییزو کارکوونکیو ته تنخواوې ورکړي.
مایرر زیاته کړې؛ په افغانستان کې اصلي ستونزه لوږه نده. بنسټیزه ستونزه د نغدو پیسو نشتوالی دی. باید د ټولنیزو خدماتو د وړاندې کولو لپاره اړوند مامورینو ته معاشونه ورکړ شي.
هغه وایي: راځئ! هېر نکړو، چې ډېري طبي ډاکټران، نرسان، د اوبو او برښنا سیسټمونو چلوونکي او کارکوونکي اوس هم پخواني خلک دي او یوازې یې مشران بدل شوي دي.
مایرر ویلي، چې بشردوستانه ټولنې نشي کولی د ټول هېواد انفلاسیون حل کړي؛ خو دمګړۍ اړتیا دا ده، چې نغدې پیسې افغانستان ته ولېږل شي. دا کار د اسلامي امارت له پېژندلو پرته هم ترسره کېدی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب بودیجه په روان کال کې ستونزو ته د لاسرسي لپاره له ۹۵ میلیون ډالرو څخه نږدې ۱۶۳ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.