سوداگري
د افغانستان بانک د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي مرستې ټولګه یوه خصوصي بانک ته وسپارله

(Last Updated On: )
د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن( دوشنبه د غویی ۱۹ ) د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو یوه بله نوې نغدي مرسته را ورسېده او یوه خصوصي باک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر نوم نغدي مرستې راځي او د افغانستان یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هر کلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي، چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري، چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به همکاري وکړي.
دا نغدي مرستې په داسې حال کې افغانستان ته راځي، چې د امریکا د افغانستان د خلکو ملي شتمني کنګل کړې او ترې سمې نیمې درې نیم میلیارډ ډالر یې د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو ته ځانګړې کړې دي.