تازه خبرونه

د افغانستان بانک د ظرفیتونو په لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتیش ادارې (IOFI) او د اسلامي پراختیایي بانک نولسمه ناسته د نومبر پر درېیمه او څلورمه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د ملي  او اسلامي تجارتي بانکونو نږدې درې سوه استازو ګډون کړی و.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بانک عمومي رییس نور احمد اغا په بحرین کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د ظرفیتونو د لوړولو، روزنیزو پروګرامونو، د زکات او اوقافو د ښه مدیریت، اسلامي بانکدارۍ ته د عنعنوي بانکونو د بدلولو او په افغانستان کې د حلال، باثباته او شفاف مالي او اقتصادي نظام په رامنځته کولو کې له اړوند بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتیش ادارې (IOFI) او د اسلامي پراختیایي بانک نولسمه ناسته د نومبر پر درېیمه او څلورمه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د ملي  او اسلامي تجارتي بانکونو نږدې درې سوه استازو ګډون کړی و.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، چې نن پنجشنبه( د لړم اووه‌لسمه) خپره شوې[ د افغانستان بانک عمومي رییس د زکات، اوقافو او خیراتونو د چارو د لا ښه تنظیم په موخه د بنسټونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. د بې‌وزلۍ په کمولو او د ټولنې د شتمنۍ په مساوي وېش کې د دې بنسټونو رول خورا مهم یاد کړی دی.

نوموړي د سودي بانکدارۍ د بندېدو، د اسلامي بانکدارۍ د ودې او په افغانستان کې د بانکي نظام د ثبات په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

Trending

Exit mobile version