سوداگري
د افغانستان بانک د افغانیو څه باندې ۶۰۰ میلیون زاړه بانکنوټونه وسوځول

(Last Updated On: )
د اسلامي امارت د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د مرکزي بانک د مقرراتو له مخې؛ د افغانیو ۶۱۸ میلیون زاړه بانکنوټونه وسوځول شول.
یاد بانک د چارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې په پیسو کې د ۱۰ ، ۲۰ او ۱۰۰ افغانیو بانکنوټونه ول.
د افغانستان له خوا د اجرائيه رياست مرستيال نوراحمد اغا وويل، چې د ملي (افغاني) بانکنوټونو ساتلو ته پاملرنه د هر وګړي دنده ده.
د افغانستان بانک مرستیال نوراحمد آغا ویلي، چې د ملي پیسو (افغانیو) ساتنه د هر افغان دنده ده.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې بانکنوټونو ته پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه، چې خوندي ساتل یې عمر اوږدوي.
د یادونې ده، په تېرو شپږ میاشتو کې دا درېیم ځل دی، چې د افغانستان بانک زاړه بانکنوټونه له منځه وړي.