سوداگري
د افغانستان بانک ته د افغانیو نوي بانکنوټونه وسپارل شول

د افغانستان بانک عالي شورا یوه غړي د چارشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي؛ یوه پولنډي شرکت په روانه اوونۍ کې د افغانستان بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د افغانيو نوي بانکنوټونه وسپارل.
د افغانستان بانک ته د نویو افغانیو سپارل د بدلون استازیتوب کوي؛ تېر کال کله، چې د افغانستان اسلامي امارت واک ته ورسید، نو ورسره په پراخه کچه د نړیوال مالي سیستم اړیکې پرې او بانکي راکړه ورکړه ودرول شوه.
باختر دولتي خبري آژانس هم خبر ورکړى، چې د افغانیو دغه ټولګه د چارشنبې پر ورځ( د لړم ۱۸) رارسېدلې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک له پولنډي شرکت سره د خپلو بانکنوټونو د چاپ لپاره قرارداد کړی و، خو د جولای تر پیل پورې ونه توانید، چې تادیه پیل کړي.
له تېر یو کال راپدیخوا تازه بانکنوټونو ته لاسرسی بند و او د افغانستان نغدې پیسې مخ پر زړېدو؛ نوټونه ټوټه ټوټه شوي یا د راکړې ورکړې لپاره سلېښت وساتل شول او ورسره د نغدو پیسو کموالی هم رامنّته شو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي: د افغانستان بازارونه په ټولیزه توګه پر نغدو پيسو چلېږي؛ خو شته بانکنوټونه مخ پر خرابېدو دي… د افغانستان بانک به وکولی شي، چې زاړه او خراب شوي بانکنوټونه بدل کړي، چې ورسره به نه یوازې د افغانانو د خوراکي او نورو د اړتیا وړ توکو د پېرلو وس ښه کړي، بلکې اقتصادي او بانکي وضعیت به هم ورسره ښه شي.
د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي؛ د امریکا د خزانې وزارت لخوا بانکونو او شرکتونو ته د افغانستان بانک لخوا د راکړې ورکړې د اجازه ورکولو له کبله به هغوی تر نیوکو لاندې نه راځي.
محرابي زیاته کړې: د راکړې ورکړې دغه آسانتیاوې، چې د اړوند خزانې لخوا آسانې شوي؛ ټول افغانان یې هرکلى کوي.
هغه ویلي، چې بانکنوټونه د سې شنبې پر ورځ ورسپارل شوي. دغه قرارداد د ۱۰ میلیارد افغانیو پر ارزښت د نویو وړو بانکنوټونو لپاره و. دوه یم قرارداد له فرانسوي شرکت سره د ورته ارزښت لپاره شوی دی.
د افغانستان د مالیې وزارت یوه ویاند رویترز خبري آژانس ته ویلي؛ د افغانستان بانک نوي بانکنوټونه یوازې د زړو بانکنوټونو د بدلولو لپاره کارول کیږي، نه د بودیجې د تمویل لپاره.
شاه محرابي ویلي، چې د افغانستان بانک به خپلې مالي ډاډ ترلاسه او نغدي افغانۍ خپرې کړي.
هغه ویلي؛ بانک هوکړه کړې، چې د درېیمې ډلې د څارنې تابع وي او د امریکا د خزانې څارنه د دې چارې لپاره تائید شوې ده.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د امریکا د خزانې ادارې او حکومت د افغانستان بانک د ګنګل شویو شتمنیو نیمایي ۳.۵ میلیارد دالر د سویس په ژینو کې د پېسو یوه صندوق ته د استولو ډاډ څرګند کړی و، چې د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې لپاره ترې کار واخیستل شي.